لوبی

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه لوبه کې له نیپاله ماتې وخوړه

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه ماتې ماتې خوړلې وې.

Published

on

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه ګروپي لوبه کې د یوه ویکټ پر توپیر ماتې وخوړه.

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه ماتې ماتې خوړلې وې.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه وکړه.

د هېواد ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې لوبغاړو په ۳۵.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له ۱۲۳ زیاتې منډې یې جوړې نکړې.

د لوبې په دوه‌یمه نیمايي کې د نیپال لوبډلې په ۴۱.۳ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځیدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.

Trending

Exit mobile version