تازه خبرونه

افغانستان د اسیا د پانګونې بانک غړیتوب اخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان او چین د سوداګرۍشورا سلاکار وایي د افغانستان غړیتوب په دې بانک کې اړین دی. په همدې حال کې د مالیې وزارت وايي هڅه کوي چې افغانستان د اسیا د پانګونېد بانک غړیتوب ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت همدا راز وایي په یاد وزارت کې د افغانستان غړیتوب اخیستل د اقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام دی.

د مالیې وزیر غواړي د نړیوال اقتصادي سازمان په کلنۍ غونډهکې ګډون وکړي. د مالیې وزارت ویاند وایي چې دوی به د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره په دې غونډه کې ګډون وکړي. همداراز د مالیې وزیر د افغانستان د لویو پروژو او اقتصادي اړیکو په اړه چین ته خپل سفر کې له چینایي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی وايي: “د سفر هدف یې دا دی ترڅو په یاد هېواد کې د نړیوال اقتصادي سازمان په کلنۍغونډهکې ګډون وکړي او همدارنګه تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د افغانستان د مالیې وزیر به د خپل سفر په ترڅ کې د اسیا د پانګونې اوزیربناېي بانک یا AIIB د رییس سره خبرې وکړي ترڅو په یاد بانک کې افغانسان غړیتوب واخلي.”

په همدې حال کې د افغانستان او چین د سوداګریزو شورا سلاکار وایي چین د افغانستان د اقتصاد په برخه کې مهم رول لوبوي او افغان حکومت باید دا اړیکي وساتي.

د افغانستان او چین د سوداګریز شورا سلاکاراصف طوطاخېل وايي: “په نړیوالو اقتصادي بنسټونو کې د افغانستان غړیتوب ګټوره ده او افغانستان له هر فرصت څخه باید ګتور کار واخلي.”

د اقتصادي همکارۍ سازمان یا ایکو اوه غړي لري چې افغانستان يې هم یو له غړو څخه دیاو سږکال د مالیې وزیر دافغانستان په استازیتوب په کلنۍ غونډه کې غواړي ګډون وکړي.

تمه ده چې په دغه غونډه کې به د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، د کاسا زر او ټاپي پروژې په څېر د ځینو نورو مهمو اقتصادي پروژو پر سر د بحث ترڅنګ د اسیا د پانګونې او زېربنا په بانک کې د افغانستان د غړیتوب موضوع هم مطرح شي.

خبرياله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version