د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ پنځم زیانمن هېواد وشمېرل شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص په کابل کې یوې علمي غونډې ته ویلي؛ که پر نړیواله کچه هر اړخیزې څېړنې ترسره شي، ښايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ درېیم زیانمن هېواد وپېژندل شي.
د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو ويلي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې د نړۍ د پنځه زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی. په داسې حال کې، چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې یې ونډه ډېره کمه ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص په کابل کې یوې علمي غونډې ته ویلي؛ که پر نړیواله کچه هر اړخیزې څېړنې ترسره شي، ښايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ درېیم زیانمن هېواد وپېژندل شي.
دا علمي غونډه« د افغانستان رسنۍ او اقلیمي ډیپلوماسي؛ فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې په یوه خصوصي پوهنتون کې جوړه شوې وه.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني د اقلیمي بدلونونو د منفي پایلو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې د رسنیو پر ونډې ټینګار کړی او له رسنیو یې غوښتي، چې په دې برخه کې فعالې خبري خپرونې وکړي.
د رسنیو یو شمېر مسوولانو هم د عامه پوهاوي د لوړولو او د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې د مبارزې لپاره له دولتي ادارو سره د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ ټاکل شوې د اقلیمي بدلونونو په اړه نړیواله غونډه یوه ورځ وروسته په ترکیه کې جوړه شي او د افغانستان له استازو هم دې غونډې ته د ګډون بلنه شوې، چې خپل نظرونه وړاندې او د هېواد اقلیمي وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.
په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې اړوند یو شمېر نړیوالې پروژې درېدلې دي، چې دې چارې د اقلیمي بحران پر وړاندې د هېواد د مبارزې د وړتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.