لوبی
افغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
د هېواد ملي لوبغاړي به د «الماس جوبیلي» نړیوالو څلوراړخیزو سیالیو په لړ کې، چې د روان زېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ تر لسمې ترسره کېږي؛ له مالډیف، پاکستان او بنګلهدېش لوبډلو سره به سیالۍ ترسره کړي.
د هېواد ملي لوبغاړي به د «الماس جوبیلي» نړیوالو څلوراړخیزو سیالیو په لړ کې، چې د روان زېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ تر لسمې ترسره کېږي؛ له مالډیف، پاکستان او بنګلهدېش لوبډلو سره به سیالۍ ترسره کړي.
دغه سیالۍ د مالیف د فوټبال د ۷۵پېنځهاویایمې کلیزې پر مناسبت د دغه هېواد په پلازمېنه ماله ښار کې ترسره کېږي او د ۲۰۲۶ز.کال د سویلي آسیا د فوټبال فډراسیون (ساف) اتلولیو ته د لوبډلو د چمتووالي د پروګرام یوه برخه هم ګڼل کېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله دوه ورځې مخکې مالډیف ته رسېدلې او یکشنبه یې د دغو سیالیو له پیلېدو مخکې خپله لومړنۍ روزنیزه هڅه ترسره کړه.
افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه کې له کوربه مالډیف سره مخامخ شي او وروسته به د ګروپي پړاو په نورو سیالیو کې له پاکستان او بنګلهدېش سره ولوبېږي.
د دغو سیالیو ټولې ګډونوالې لوبډلې د افغانستان، بنګلهدېش او پاکستان په ګډون د سیالیو له پیلېدا مخکې مالډیف ته رسېدلې دي.
ټاکل شوې وه، چې په پیل کې د سریلانکا لوبډله هم په دې سیالیو کې برخه واخلي؛ خو وروسته یې له ګډون څخه دده وکړه او پر ځای یې افغانستان ګډون ته وبلل شو. همدارنګه بنګلهدېش، چې په لومړي سر کې یې د خپلې ملي لوبډلې د اروپایي سفر له کبله د بدیلې لوبډلې د لېږلو پلان درلود؛ په پای کې یې خپله المپیک لوبډله دغو سیالیو ته واستوله.
دغه سیالۍ یا ټورنمنټ په مالډیف کې د نړیوالو بلنیزو سیالیو د کوربتوب د دود د بیا راژوندي کېدا په توګه ارزول کېږي؛ هغه سیالۍ، چې له دې مخکې د ۲۰۰۰ز.کال د «مالډیف فوټبال د سرو زرو جوبیلي» نړیوال ټورنمنټ پر ترسره کېدا ترسره شوې وې.