تازه خبرونه

افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه منلې او اوس هم باید ورته ژمن پاتې شي – یوناما

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۱)

یوناما ویلي؛ افغانستان د ۱۹۴۸ ز. کال د دسمبر پر لسمه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه منلې او اوس هم مسوولیت لري، چې پخپله ژمنه ودریږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما څرګنده کړې، چې په افغانستان کې باید عزت، آزادي او عدالت خوندي شي او د همدې شعار پر بنسټ د بشري حقونو نړیواله ورځ ونمانځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ويلي؛ افغانستان یو له هغو ۴۸ هېوادونو څخه دی، چې د ۱۹۴۸ ز. کال د دسمبر پر لسمه یې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ومنله او له همدې کبله دا هېواد مسووليت لري، چې پخپلو ژمنو ودرېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا څرګندوي؛ ټول انسانان آزاد زېږېدلي او هغه څوک، چې د حکومت مسوولیت پر غاړه اخلي د هر نرینه، ښځې او ماشوم پر وړاندې ستر مسوولیت لري.

نوموړې وایي: په افغانستان کې ملګري ملتونه په افغانستان کې له واکمنو چارواکو څخه غواړي، چې د افغانانو د اساسي حقونو د محدودولو مخه ونیسي؛ ځکه هر څوک، چې حکومت کوي د هرې ښځې، سړي، نجلۍ او هلک پر وړاندې ستر مسوولیت لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په یوه خبري غونډه کې کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې افغان میرمنې په هیڅ صورت له پامه نشي غورځول کېدی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې افغان مېرمنې په هېڅ صورت له پامه نه شي غورځول کېدای.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تورک وایي: په افغانستان کې د ژوند له ټولو برخو څخه د ښځو او نجونو سیستماتیک ګوښه کول روان دي، چې دا په ننۍ نړۍ کې ساری نلري. دا عمل په ټولیزه توګه دا هېواد له هغې مهمې ونډې بې برخې کوي، چې ښځې او نجونې یې تر سره کوي.

اسلامي امارت په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې تر بل هر وخت د ښځو حقونه خوندي شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي؛ د ښځو حقونه تر بل هر وخت خوندي شوي او د بشري حقونو بنسټونه باید له افغانستان څخه رښتیني راپورونه وړاندې کړي.

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵ کلیزه په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نشته، چې سل په سلو کې یې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مادې پوره پلې کړې وي.

Trending

Exit mobile version