سوداگري

افغانستان د خپلو اوړو ۶۰ سلنه اړتیاوې له کورني تولید پوره کوي

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ افغانستان په کال کې شاوخوا ۶ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې ۳.۵ میلیون ټنه یې په هېواد کې دننه تولیدیږي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې افغانستان اوسمهال د خپلو کلنیو اوړو شاوخوا ۶۰ سلنه اړتیاوې له کورني تولید پوره کوي.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ افغانستان په کال کې شاوخوا ۶ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې ۳.۵ میلیون ټنه یې په هېواد کې دننه تولیدیږي.

د هېواد اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې؛ اوسمهال په هېواد کې د نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د اوړو د تولید ۲۰۰ فابریکې فعالې دي او په دې ۲۰۰ فابریکو کې ۲ زره ۵۰۰ کسان هره ورځ کار کوي.

اړوند چارواکو زیاته کړې؛ د اړتیا وړ یو میلیون ټنه اوړه دا ۲۰۰ فابریکې او پاتې نور سیمه‌ییزې کارخونې تولیدوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي، چې اسلامي امارت د غنمو او اوړو وارداتي تعرفې د اوړو د سکټور د پیاوړي کولو لپاره کمې کړي، چې نه یوازې له بزګرانو ملاتړ کوي، بلکې د غنمو د قاچاق مخه هم ورسره نیول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حاصلاتو په موسم کې د کورنیو غنمو پېر په مناسب قیمت تضمین او د بازار اړتیاوې پخپل وخت پوره کیږي.

Trending

Exit mobile version