لوبی

افغانستان د درې۲۰ آووریزو لوبو لړۍ له عربي متحده اماراتو وګټله

Published

on

(Last Updated On: کب ۱, ۱۴۰۱)

د یکشنبې پر شپه د ابوظبۍ په لوبغالي کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د درې شل آووریزو نړیوالو لوبو وروستۍ لوبه له عربي متحده عربي اماراتو وګټله؛ خو د شنبې پر ورځ دوه‌یمه لوبه مساوي شوې وه.

افغانستان د یکشنبې پر ورځ په وروستي آوور کې عربي متحده اماراتو ته پر شپږ ویکتو ماتې ورکړه.

د عربي متحده اماراتو لوبډلې لوبغاړیو وکولی شول، چې د بریا لپاره پوره هڅې وکړي؛ لوبغاړي محمد وسیم پر ۵۰ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې، چې اته څلوریزې او درې شپږیزې یې ووهلې. دغه راز  آراویند پر ۵۳ توپونو ۵۹ منډې جوړې کړې، چې اووه څلوریزې او یوه شپږیزه یې وهلې وه.

عربي متحده اماراتو افغان لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف ټاکلی و.

افغانستان له ټاکلي هدف ډېرې منډې جوړې کړې؛ ابراهیم ځدراڼ او کریم جنت تر منځ د پېنځمې ویکتې لپاره د ۸۰ منډو ملګرتیا د ملي لوبډلې لپاره ورځ رڼا کړه او لوبه یې د ۶ ویکتو پر توپیر وګټله.

Trending

Exit mobile version