لوبی

افغانستان د درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه پر ۱۶ منډو له ایرلینډه وګټله

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۳۹۹)

افغانستان د پنجشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې د ایرلینډ پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۱۶ منډو پر توپیر له ایرلینډه وګتله، چې په دې بريا کې د‌ رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډو ستر رول ولوباوه.

د لوبې له پيلېدو سره افغان لوبډلې د يادې سيالۍ پچه وګټله او د ايرلینډ پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلیو ۵۰ اورونو کې یې د نهو ویکټو په غورزېدو ۲۸۷ منډې وکړې او ایرلینډ ته يې د ۲۸۸ منډو موخه وټاکله؛ د افغانستان په استازيتوب رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې، راشد خان ۵۵ چټکې منډې، جاوید احمدي ۳۸ منډې او نجیب الله ځدراڼ ۲۹ منډې ترلاسه کړې. په داسې حال کې، چې ایرلنډ لوبډلې ته په توپ اچونه کې مک براین پېنځه ویکټي، سیمي سېنګ، ګیریت ډیلاني او بیري مکارټي یوه – یوه ويکټه ترلاسه کړه.

ورپسې ایرلینډ لوبډلې د افغانستان د  ۲۸۸ منډو د موخې پوره کولو لپاره توپوهنه پيل کړه؛ خو د افغان لوبډلې ټاکلې موخه یې پوره نکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د نهو ويکټو په غورزېدو ۲۷۱ منډې وکړې او د ۱۶ منډو پر توپير یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د ایرلینډ په استازيتوب په توپوهنه کې لورکن ټکر ۸۳ ډېرې، سټرلنګ ۳۹ او کامپهر هم ۳۹ منډي ترلاسه کړې.

بايد څرګنده شي، چې د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نوین الحق ۳ ویکټي، راشد او مجیب هر يوه دوه ویکټي، نبي او ګلبدین نائب بيا یوه- یوه ویکټه ترلاسه کړه او په پايله کې يې د افغانستان په ګټه بريا خپله کړه.

رحمان الله ګربز نن ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او پخپله لومړڼۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې د ايرلنډ پر وړاندې ۱۲۷ منډې وکړې او له همدې کبله یې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

د یادونې ده، چې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د کاردان پوهنتون اتلولۍ جام لوبلړۍ دوه يمه لوبه به د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه ترسره شي.

Trending

Exit mobile version