تازه خبرونه
افغانستان د رسنیو د آزادۍ له نړیوال ائتلاف څخه وایستل شو
کانادا او هالیند، چې د بیان د آزادۍ د نړیوال ائتلاف مشري کوي؛ په ډاګه کړې، چې افغانستان د یاد ائتلاف له غړیتوب وویستل شو.
د دغه ائتلاف لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د افغانستان د غړيتوب د لغو کولو پرېکړه د رسنيو د آزادۍ نړيوال ائتلاف له غړیو سره له مشورې وروسته او د دغه ائتلاف د شرايطو له مخې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: د رسنیو د آزادۍ نړیوال ائتلاف لپاره دا څرګنده شوې، چې په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت له بده مرغه اوس د نړیوالو ژمنو سره سم ندی. یعنې د رسنیو اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.
په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د رسنیو د آزادۍ ائتلاف به په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت له نږدې څاري او د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ژمنې له اصولو سره سم د خپلو غړیو پر ژمنتیا ټینګار کوي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د ۲۰۲۰ ز. کال په جنورۍ کې د رسنیو د آزادۍ د نړیوال ائتلاف غړیتوب ترلاسه کړ.
د رسنیو د آزادۍ نړیوال ائتلاف اوسمهال له شپږ وچو څخه ۵۱ غړي لري.
