سیمه ییز خبرونه

افغانستان د سمنتو او كانونو په برخه كې د پانگونې لپاره مناسب بازار دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سه شنبې په ورځ(د وږي۲۶) د سوداگرۍ او اقتصاد په برخو كې د همكاريو شپږمه بين الحكومتي غونډه  جوړه شوه.

قزاقي چارواكي وايي، چې په دې ناسته كې د افغانستان له حكومت سره مهمو اقتصادي، فرهنگي، كرنيزو او سوداگريزو هوكړې ته رسيدلي او په تېر يوه كال كې له افغان چارواكو سره د پخوانيو هوكړه ليكونو ستره برخه يي عملي شوې ده.

د قزاقستان د بيړنيو حالاتو وزير ولاديمير باشكو وايي:

مونږ په دې ناسته كې خپل راتلونكي كاري خواوې ځانگړې كړې؛ قزاقستان د افغانستان په كانونو كې د پانگونې غوښتنه لري او همدا راز افغانستان د سمنتو لپاره ښه بازار دى، چې په راتلونكي كې به په دې هېواد كې د سمنتو د فابريكې پر جوړولو د پانگې اچولو څېړنه وكړو. قزاقستان هر كال له خپلې اړتيا زيات لس ميليون ټنه غنم توليدوي او افغانستان زمونږ د دې محصول لپاره ښه بازار دى، چې د نوې لارې جوړېدل به د افغانستان او قزاقستان د ترانزيت ستونزه حل كړي او د ليږد په بيه كې به هم زيات كموالى راشي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي وايي:

د افغان لوري يوه مهمه غوښتنه دا ده، چې د  افغانستان او قزاقستان همكاري په اقتصادي او سوداگريزو برخو كې زياته شي.

نوموړى وايي، قزاقستان د قره قل پسونو د روزنې په برخه كې د افغانستان له كرنې وزارت سره د همكاريو غوښتنه كړې او همدا راز د اوسپنې نوې پټلۍ جوړوي؛ چې د افغانستان، تركمنستان او قزاقستان هېوادونو ترانزيتي ستونزې حل شي.

د دغې برخې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او قزاقستان تر منځ كلنۍ سوداگريزه راكړه وركړه څه باندې دوه سوه ميليون دالرو ته رسيږي.

افغانستان كچالو، تازه  او وچه ميوه قزاقستان ته صادروي، خو له دې هېواد څخه بيا تيل، اوړه او اوسپنه واردوي.

Trending

Exit mobile version