لوبی

افغانستان د شل آوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو هڅې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۰)

روهیت شرما او کې ال راهول د چارشنبې پر ورځ د ابوظبي په نړیوال ډګر کې هندوستان د ۶۶ منډو پر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه او  د ۲۰۲۱ نړیوال جام په ۲۰ آوریزو سیالیو کې یې خپله بریا ثبت کړه.

روهیت پر ۴۷ بالونو ۷۴ او راهول په ۴۸ توپونو ۶۹ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه؛ خو افغان لوبډله بریالۍ نشوه، چې یادې منډې پوره کړي.

د افغانستان لوبډلې د ۷ لوبغاړیو پر سوځیدو سره یوازې۱۴۴منډې جوړې کړې.

د افغانستان یو بالر هم په دغه لوبه کې ښه ونه ځلېدل او یوازې ګلبدین نایب او کریم جنت یوه یوه ویکټه تر لاسه کړه.

د افغانستان د بالرانو له ډلې نوین الحق تر ټولو (۵۹) منډې جوړې کړې.

دغې بریا هند ته په لومړیو دوه لوبو کې له سختو ماتو وروسته د لوبېدو نوې ساه ورکړه.

د چارشنبې له لوبې وروسته هند اوس د نامیبیا څخه پورته په ګروپ کې څلورم ځای ته ورسید.

د افغانستان راتلونکې لوبه له نیوزیلنډ سره د یکشنې پر ورځ‌ د نومبر پر ۷  ترسره کېږي، چې دا سیالي د افغانستان لوبډلې لپاره ډېره اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان اوس هم دوه یم ځای لري؛ خو نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره یې هڅې روانې دي. که افغانستان د نړیوال جام ۲۰ آوریزو لوبو ته خپل سفر بریالی پرمخ بوځي؛ نو دوی اړتیا لري، چې په خپله وروستۍ لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړي او له هند او کیوي دواړو مخکې شي.

Trending

Exit mobile version