تازه خبرونه

افغانستان د قحطۍ له خطر سره مخ دی ـ اوچا

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی، چې د نړیوالو مرستو له کمېدو سره افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ له تر ټولو لوړ ګواښ سره مخ شوی دی.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې ۲۰ میلیون وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او ۶ میلیون وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه دفتر د یکشنبې پر ورځ ( د وري ۲۷ ) په یوه راپور کې خبرداری ورکړ، چې که ژر تر ژره مالي سرچینې برابرې نه‌شي؛ افغانستان به په لویه کچه له یوه بشري ناورین سره مخ شي.

د دغه راپور له مخې؛ په داسې حال کې، چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې سختې کمې شوي؛ اوس د دې هېواد خلک په نړۍ کې له ټولو ډېر له قحطۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې د دغه سازمان لخوا له غوښتل شویو ۴،۶ میلیارد دالرو مرستو څخه یوازې ۲۵۰ میلیون دالر ورکړ شوي دي.

دا پیسې د هغو پیسو یوازې ۵.۴ سلنه جوړوي، چې ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version