لوبی

افغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو

دا لوبه هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه او د زیمبابوې ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال د ۱۳۴.۳‌آورونو پر لوبولو او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۷, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې د ‌۱۲۵‌آورونو پر لوبولو او د اووه لوبغاړو سوځېدا ۴۰۲ منډې جوړې کړې او له سیالې لوبډلې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شوه.

دا لوبه هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه او د زیمبابوې ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال د ۱۳۴.۳‌آورونو پر لوبولو او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان لوبډله د لوبې پر درېیمه ورځ د توپ‌وهنې په برخه کې نسبتاً ښه ولوبېده او د ۴۰۲ منډو پر جوړولو یې له زیمبابوې سره د منډو توپیر راکم کړ. او درې لوبغاړو یې لوبه روانه وساتله.

دا لوبه به پر څلورمه ورځ هم روانه وي او افغانستان به هڅه وکړي، چې له پاتې درې لوبغاړو څخه پر ګټه اخیستنه خپله لومړۍ پاڼۍ پر غوره پایلې پای ته ورسوي.

#آریانانیوز #افغانستان #کرکټ #ټسټ‌لوبې #افغانستان‌اوزیمبابوې #شارجه #سپورټي‌خبرونه

Trending

Exit mobile version