تازه خبرونه
افغانستان د ماین پاکۍ لپاره ۲۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
دې ادارې (OCHA) د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ؛ ۳.۳ میلیون افغانان پر ماینونو د ککړو سیمو په یو کیلومټرۍ کې ژوند کوي، چې هره ورځ یې له خطر سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د ماین پاکۍ او د چاودېدونکو توکو د خطرونو د زدکړې لپاره ۲۱.۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
دې ادارې (OCHA) د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ؛ ۳.۳ میلیون افغانان پر ماینونو د ککړو سیمو په یو کیلومټرۍ کې ژوند کوي، چې هره ورځ یې له خطر سره مخ کوي.
د دغه راپور له مخې؛ هره میاشت پر منځنۍ کچه ۵۵ ملکي وګړي د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له کبله ژوند له لاسه ورکوي یا ټپیان کیږي، چې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
د مرستې دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا مالي مرستې ځنېډلي او د ماین پاکۍ بنسټونه هم د فعالیتونو ځنډولو ته اړ شوي دي.
تېر کال یوناما اعلان وکړ، چې افغانستان له لسیزو جګړو راوروسته یو له هغو هېوادونو دی، چې د ځمکنیو ماینونو له کبله تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد پاتې دی.
یوناما پر ماشومانو د ماینونو او ناچاودو توکو اغېزې پر ګوته کړي، چې د قربانیانو ډېرکی هم جوړوي.
دې ماموریت له روان ګواښ سره د مقابلې لپاره بېړني غوښتنه کړې، چې هره ورځ ترې ژوند اخلي.
