لوبی

افغانستان د نامیبیا کرکټ لوبډلې ته د ۶۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۹, ۱۴۰۰)

نن (یکشنبه  د لړم ۹) د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۲۰ آوریز نړیوال جام په سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې نامیبیا ته پر ۶۲ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړیو لومړی توپوهنه وکړه؛ په ۲۰ آورونو کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې او نامیبیا ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد محمدي ۴۵، حضرت الله ځاځي ۳۳، محمد نبي عیسی خېل ۳۲ او اصغر افغان ۳۱ منډې ترسره کړې.

افغانستان له دې مخکې سکاټلینډ ته ماتې ورکړې وه؛ خو د جمعې پر ورځ پاکستان مات کړ.

افغانستان دوه نورې لوبې لري، چې له هند او نیوزیلنډ سره ترسره شي.

ـــــــــــــــــ

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version