لوبی
افغانستان د نړیوال جام تمریناتي لوبه له سریلانکا څخه د ګربز پر ځلېدا وګټله
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د نړیوال جام د څنډې په روزنیزه لوبه کې د رحمان الله ګربز پر بریا سریلانکا ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې د سې شنبې په ورځ د هند په ګوهاتي ښار کې ترسره شوه، د سریلانکا لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۴۶.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره ۲۹۴ منډې جوړې کړې، چې ۱۵۸ منډې یې یوازې د لوبډلمشر کوسل میندیس لهخوا ترسره شوې.
میندیس ۱۹ څلوریزې او ۶ شپږیزې ووهلې.
محمد نبي د سریلانکا څلور لوبغاړي وسوځول او ۴۴ منډې یې ورکړې.
د باران له کبله افغان لوبډلې ته ټاکل شوی هدف په ۴۲ اورونو کې ۲۵۷ منډو ته واوښت.
ابراهیم ځدراڼ لومړنی لوبغاړی و، چې افغانستان په ۶.۴ اورونو کې ۱۹ منډې جوړې کړې وې؛ خو ګربز او رحمت شاه وکولی شول، چې پر زړه پورې توپوهنې لوبډله هدف ته نږدې کړي.
ګربز په ۹۲ توپونو کې ۱۱۹ او رحمت شاه په ۸۲ توپونو ۹۳ منډې وکړې. دواړه لوبغاړي پرته له دې، چې وسوځیږي؛ له لوبغاړي وځي او نورو لوبغاړو توپوهنه پیل کړه.
د ګربز په توپوهنه کې ۹ شپږیزې او ۸ څلوریزې هم وې. رحمت شاه ۳ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې ووهلې.
افغانستان دغه لوبه په شپږو ویکتو وګټله.
نړیوال جام سبا ( پنجشنبه د تلې ۱۳/ د اکتوبر ۵ ) پیلېږي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د شنبې پر ورځ ( د تلې ۵ / د اکتوبر ۷ ) له بنګله دیش سره کوي.