لوبی
افغانستان د نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه
د افغانستان ملي لوبډلې د دوشنبې پر ورځ په آسترالیا کې د ۲۰۲۲ کال شل آوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په لوبه کې بنګله دېش ته د ۱۶۱ منډو هدف برابر کړ.
په دې لوبه کې فرید احمد درې ویکتې او فضل الحق فاروقي دوه هغه واخیستې. مجیب الرحمن، نوین الحق او محمد نبي یوه یوه وېکته واخیسته.
مصدق حسین په ۳۳ توپونو د دوه څلوریزو او څو شپږیزو په ګډون تر ټولو زیاتې ۲۹ منډې جوړې کړې او بنګله دېش په ۲۰ آورونو کې یوازې ۹۸ منډې وکړې.
د بنګله دېش لپاره تسکین احمد درې، حسن محمود او شکیب الحسن دوه دوه وېکتې واخیستې.
افغانستان خپله دوه یمه او وروستۍ تمریناتي لوبه سبا (چارشنبه، د تلې ۲۷) له پاکستان سره کوي.
آریانا تلویزیون په افغانستان کې د دغو سیالیو لپاره د ځانګړي نشراتي حقونو په ترلاسه کولو سره، ټولې بریاوې، لوبې او هیلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغانانو کورونو ته رسوي.
د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام دوه یم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.
افغانستان په لومړي ګروپ کې له کوربه هېواد آسترالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.
په دوه یم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.
د کرکت نړيوال شل آوريز جام د لومړي پړاو سیالۍ په آستراليا کې ترسره کیږي.
په هرصورت، مینه وال به د شنبې پر ورځ د انګلستان په وړاندې د ملي لوبډلې لوی اوپنر څخه مخکې، په دې اوونۍ کې تورنمنت ته د آسانتیا فرصت ولري.
د بشپړې خپرونې مهالویش ته دا ځای کېکاږئ.
