لوبی

افغانستان د نړیوال جام په څلورمه لوبه کې له سریلانکا سره لوبه کوي

Published

on

افغانستان به د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام په دوه دېرشمه لوبه کې د سې شنبې پر ورځ په بریزبن کې له سریلانکا سره په داسې حال کې مخ شي، چې تېره اوونۍ یې د نیوزیلیند او ایرلیند په وړاندې دوه لوبې له لاسه ورکړې دي.

افغانستان او سریلانکا د نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې ښه پیل نلري. په داسې حال کې، چې افغانستان تر اوسه یوه لوبه هم نه ده ګټلې؛ خو سریلانکا وکولی شول، چې له درې لوبو یوازې یوه هغه وګټي.

سریلانکا خپله وروستۍ لوبه د نیوزیلیند پر وړاندې په ستر توپیر بایللې او افغانستان په وروستیو دوه لوبو کې له خپلو سیالانو سره دوه امتیازه خيل کړي، چې د باران له کبله لغو شوې.

راتلونکې لوبه به د افغانستان د توپ اچوونکیو او د سریلانکا د توپ وهونکیو ترمنځ زړه راکښونکې سیالي وي.

دغه راز په نورو سياليو کې زمبابوی، بنګله دېش ته په درې ویکتو او پاکستان هالیند ته په شپږ ویکتو ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د پاکستان چانس د یکشنبې پر ورځ د سیالیو په سوپر ۱۲ پړاو کې د سویلي آفریقا لخوا د هند له ماتې وروسته پوره زیان په داسې حال کې ولید، چې پاکستان د ۲۰ آوریز نړیوال جام په لومړیو دوه لوبو کې بایللې وه؛ برخلیک یې د هند ماتې څرګند کړ.

په افغانستان کې د کرکت مینه وال کولی شي د ۲۰۲۲ کال په زړه پورې شل آوریزې زړه راکښونکې سیالۍ هره ورځ د آریانا تلویزیون له لارې، چې د خپراوي حق یې په قانوني او انحصاري بڼه خپل کړی؛ په ژوندۍ بڼه وګوري.

د خپرونې د مهالوېش لپاره، دا کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version