تازه خبرونه

افغانستان د هغو ۷ هېوادونو په ډله کې دی، چې خلک یې له سختې لوږې سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۴, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ټولنې د خوراکي توکو د نړیوال بحران په راپور کې ویلي، چې افغانستان د هغو اووه هېوادونو په ډله کې دی، چې وګړي یې له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې ۵۷ سلنه لوږه په سومالیا کې ده. په داسې حال کې، چې دا ډول سخت شرایط په افغانستان، بورکینا فاسو، هایتي، نایجریا، جنوبي سوډان او یمن کې هم رامنځته شوي دي.

د دغې ټولنې په راپور کې راغلي، چې په پرلپسې توګه د څلورم کال لپاره د هغو کسانو شمېر، چې د سختو ناامنیو له کبله خواړو، تغذيې او معیشتي مرستو ته اړتیا لري، زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پروني خپوره شوي راپور له مخې؛ په ۵۸ هېوادونو کې تېر کال ۲۵۸ میلیون خلک د شخړو، اقلیمي بدلون، د کرونا وبا اغېزې او په اوکراین کې د روسیې جګړې له کبله د خوراکي توکو له نه‌خوندیتوب سره مخ ول.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په یوه ګډ راپور کې څرګنده کړې، چې افغانستان د هغو اووه هېوادونو په سر کې دی، چې خلک یې له لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو او د خواړو ټولنې د موندنو له مخې؛ په ۵۸ هېوادونو کې شاوخوا ۲۵۸ میلیون وګړي په ۲۰۲۲ کې د خورا سختې لوږې سره مخ ول. په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۱ کې په ۵۳ هېوادونو کې دا شمېر ۱۹۳ میلیون و.

له بلې خوا  یو شمېر مرستندویه بنسټونه وايي، چې په افغانستان کې پوره لوږه بشري ناورین ته پکی وهي.

د ناروې د کډوالو شورا رییس جان ایګلند وایي: مونږ واقعاً په افغانستان، سودان، یمن او سومالیا کې د لوړ بشري ناورین تمه نه درلوده. سودان، چې مخکې بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ اوس له جګړو سره په دې هېواد کې  له  ۱۵څخه تر ۱۶ میلیون پورې خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغانان وايي، چې په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ اصلي لامل بي کاري ده.

د بلخ اوسیدونکی عبدالقیوم وايي؛ که په افغانستان کې پراخیتايي پروژې پيل شي او خلک بوخت شي؛ نو کیدای شي، چې د خلکو اقتصاد پر پښو ودریږي.

یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، چې بشري مرستې لنډ مهاله اقتصادي ستونزې له منځه وړي، خو د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو لپاره په هېواد کې د نړیوالې ټولنې لخوا د اقتصادي او پرمختیايي پروژو پیل ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې ۲۸ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې شاوخوا اووه میلیون یې له سختې لوږې سره مخ بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مالیې وزارت د افغانستان د اقتصادي بحران په اړه د ملګرو ملتونو دا خپور شوي راپور، چې ګواکې افغانستان له ستر اقتصادي بحران سره مخ دی او ۹۰ سلنه وګړي یې په فقر کې ژوند کوي؛ وایي: دا راپور له حقیقته لرې او غیر عادلانه دي.

Trending

Exit mobile version