لوبی

افغانستان د هند د شطرنج په نړیوال جام کې ګډون کوي

Published

on

د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ويلي، سبا (چارشنبه د زمري ۵ ) به په هند کې د شطرنج لوبډلو ۴۴ نړیوال تورنمنت په رسمي بڼه پیل شي.

دا سیالۍ هر دوه کاله وروسته ترسره کیږي، چې سږ کال په کې د نرینه وو ۱۸۸ هېوادونه برخه اخلي.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، له خوښۍ ځای دی، چې افغانستان به هم د دغو هېوادونو ترمنځ سیالي وکړي.

له افغانستان څخه په دې لوبو کې لاندې اووه کسان ګډون کوي:

۱. لوبغاړو مشرعبیدالله قریشي

۲. لوبډلمشر خیبر فرازي

۳. لوبغاړی وهاب الدین میرزاد

۴. لوبغاړی حبیب الله امیني

۵. لوبغاړی محمد سپهر سخاوتي

۶. لوبغاړی محمد یوسف مرادي

۷. لوبغاړی سلیمان احمد اشرفي

د افغانستان د بدني روزنې عمومي مشر زياته کړې؛ دغه نړيوالې سيالۍ به د سويس د سيستم له مخې په يوولس پړاوونو کې تر سره شي، چې د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو مډالونو له سياليو وروسته به د نړۍ د شطرنج لوبډلې اتل، دوه يم مقام او درېيم مقام خپل کړي. دغه راز په پېنځه کټګوریو کې، یاد شوي مډالونه به هم ورکړ شي.

غوره لوبغاړیو ته ځانګړي مډالونه هم ورکول کیږي.

دا سیالۍ به د اګست پر ۱۰ پای ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version