تازه خبرونه
افغانستان د واخان پر اقتصادي دهلیز د ګډ کار غوښتنه وکړه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي چین ته د سفر پر مهال ویلي؛ د ترانس همالیه فورم د اقتصادي بحثونو لپاره مؤثره وسیله ده.
د بهرنیو چارو وزارتد درېیم سیاسي دفتر د څرګندونو له مخې؛ امیر خان متقي ویلي: اوس د افغانستان له امنیت او ثبات څخه د ګټې پورته کولو وخت رارسېدلی دی. باید افغانستان د جګړو د ډګر پر ځای د سیمې د اقتصادي نښلېدا پر مرکز بدل شي.
ذاکر جلالي د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې زیاته کړې: د اقلیمي بدلونونو په پایله کې ډېر حیوانات له منځه تللي او انساني ژوند یې سخت ځپلی دی او نږدې ۲۱میلیون افغانان، چې د افغانستان نیم نفوس تشکیلوي؛ د څښکاک روغتیایي اوبو له کمښت سره مخ دي او د اوږدو کلونو بېثباتۍ او مسوول حکومت د نهشتون له کبله زمونږ د ځنګلونو فیصدي له ۳ څخه ۱.۵ ته راټیټه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې کومې ځانګړې سیمې پورې محدودي نه پاتېږي او له ناوړه پایلو څخه یې فقیر او وروسته پاتې هېوادونه اغېزمن دي.
امیر خان متقي ټینګار کړی؛ حکومت لیواله دی، چې د چین د هوکړې او همکارۍ له مخې د واخان پر اقتصادي دهلیز کار وشي او د همالیا د غرونو لړۍ زمونږ او د چین ترمنځ د جلاوالي نښه نه، بلکې د اتصال بېلګه شي او افغانستان او چین مخامخ له یو بل سره ونښلي.
د متقي د ټینګار له مخې؛ اړتیاده، چې د اقلیم د بدلون په تړاو ګډه مبارزه وکړو. افغانستان له خپلو منابعو څخه پر ګټه اخیستلو دې مبارزې ته بشپړ ژمن دی.
امیر خان متقي د نړیوالې همکارۍ لپاره د ترانس همالیا په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ د سې شنبې پر ورځ ( دتلې ۱۱) چین ته تلی دی.
په دغه سفر کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري او د اسلامي امارت یو شمیر نور چارواکي هم ملګري دي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ويلي، چې په دې غونډه کې به د هماليا د غره د پرتو هېوادونو د اقتصادي همکاريو، سيمه ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو په اړه خبرې وشي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت پلاوی به د دغې سرمشریزې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر او د نورو هېوادونو له استازو سره هم دوه اړخیزې ناستې ولري.