تازه خبرونه

افغانستان د ټاکنیزو نظام له اصلاح پرته بله لار نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون مسولین وايي چې افغانستان د ټاکنیزو نظام له اصلاح او ټاکنو پرته بله لار نلري.

د دغه کمیسیون ريیسه شکریه بارکزۍ وايي چې ټاکنیز نظام له هر ډول سیاسي لوبو او طرفداریو پرته اصلاح ته اړتیا لري او ټینګار کوي چې په مخ کې د سختو شرایطو او مخالفتونو سره سره به کار پیل کړي.

شکریه بارکزۍ وايي چې ټاکنې یو ملي بهیر دي او له هر ډول سیاسي لاسوهنو پرته باید ټاکنیز نظام اصلاح شي.

د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې صدیق الله توحیدي د دغه کمیسیون د مرستیال، او علي امیري، عبدالقدیر کریاب، بشیر فاروق، امین الله احمدي، فیض الله ذکي کاوون کاکړ، صبرینا ثاقب ، ګل احمد مددزی، عزیزالله رفیعی، عبدالمجید غني زاده، او تادا میچي یاماموتو د ملګرو ملتونو د استازی په توګه د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون د غړو او شاه سلطان عاکفي او وژمه فروغ د منشیانو په توګه ټاکل شوي دي.

د دغه کمیسیون ريیسه ټینګار کوي چې د پارلماني ټاکنو مخکې به په ټاکنیز نظام کې اصلاحات راولي.

په افغانستان کې ټاکنې له شخړو او جنجالونو سره مل وي، چې د دغه نظام اصلاح به هم اسانه کار نه وي.

Trending

Exit mobile version