تازه خبرونه

افغانستان د پاکستان دښمن ندی – عمران خان

د پاکستان رسنیو څرګنده کړې؛ د سې‌شنبې پر ورځ( د کب اتویشتمه) د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان خور عليمه خان په زندان کې د خپل ورور د وضعیت په اړه له خبریالانو سره خبرې وکړې.

Published

on

د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان خور عليمه خان له خپل ورور سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي؛ عمران خان له افغانستان سره د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار کوي، چې افغانستان د پاکستان دښمن ندی او له دې هېواد سره باید له تاوتریخوالي ډډه وشي.

د پاکستان رسنیو څرګنده کړې؛ د سې‌شنبې پر ورځ( د کب اتویشتمه) د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان خور عليمه خان په زندان کې د خپل ورور د وضعیت په اړه له خبریالانو سره خبرې وکړې.

هغې د عمران خان د څرګندونو له مخې ویلي: “تر ۲۰۲۱ کال پورې ترهګري د پام وړ کمه شوې وه؛ خو له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا بیا زیاته شوې ده. افغانستان زمونږ دښمن ندی او باید خپل دښمن ترې جوړ نکړو.”

عليمه خان زياته کړې؛ ورور يې ټينګار کړی، چې له یو مسلمان هېواد او ګاونډ سره بايد بې دلیله کړکېچ رامنځته نشي.

هغې دا هم ویلي، چې عمران خان په زندان کې ورځپاڼو یا ټلویزیون ته لاسرسی نلري او له روانو پېښو څخه بې خبره دی.

له دې مخکې هم عليمه خان په زندان کې له خپل ورور سره له لیدنې وروسته د افغانستان او اسلامي امارت په اړه د خپل ورور دریځ خپور کړی و. د هغه د خور د پخوانیو څرګندونو له مخې؛ عمران خان په افغانستان کې د پاکستان پر هوايي برید غبرګون ښودلی و او له دې کړنې یې خپله نارضایتي څرګنده کړې وه.

Trending

Exit mobile version