تازه خبرونه
افغانستان د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه بې ځایه تورونه رد کړل
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی؛ هیچاته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر خلاف وکارول شي.
نوموړی وایي؛ که په دې اړوند کومه اندېښنه وي؛ باید، چې مخامخ اسلامي امارت ته وړاندې شي او په رسنیو کې دې پر بې ګټو ادعاوو عامه ذهنیت نه مغشوشوي. داسې ادعاوې د دواړو ( حکومتونو )په ګټه نهدي.
ذبیح الله مجاهد خپل غږ په داسې حال کې راپورته کوي، چې د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزارت مرستیالې حنا رباني کهر یو ځل بیا ادعا کړې، چې په پاکستان کې میشت افغان وګړي د دوی په ناامنیو کې لاس لري او په دې اړه یې اسناد د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره شریک کړي دي.
د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې په بلوچستان کې د پوځ پر یوې اډې مرګونی برید د کندهار ولایت اوسېدونکیو کړی دی.
د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ویلي؛
مونږ کافي شواهد لرو، چې افغانان په ډېرو ترهګریزو پېښو کې لاس لري. مونږ هغه شواهد له طالبانو سره شریک شوي، چې ښيي؛ دوی افغان هویت لري.
نوموړې له «اج» خبري چینل سره په خبرو کې ادعا کړې؛ په ځینو مواردو کې ان هغه کسان، چې پر معتبرو پاسپورتونو پاکستان ته راغلي، هم په ناامنیو کې لاس لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د پاکستانيو چارواکو دغه ادعا رد کړې او له پاکستان څخه یې غوښتي، چې د امنیت په خوندي کولو کې د پاتې راتللو له کبله افغانستان ته ګوته نوره ونهنیسي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه ګڼي او له پاکستانه یې غوښتي چې د امنیت په خوندي کولو د خپلې ناکامې پړه پر افغانانو بار نهکړي.
پاکستان دا هم څرګنده کړې، چې افغانانو ته به له ویزې او پاسپورت پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه نهورکول کېږي او ټول هغه افغانان، چې پاکستان ته داخلېږي بایومتریک کېږي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

