تازه خبرونه
افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لاس نهلري – د پاکستان د بشري حقونو وزیر
د پاکستان د بشري حقونو وزیر ریاض پیرزاده ویلي، چې د پاکستان په وروستیو تروریستي پېښو کې د افغانستان اسلامي امارت لاس نهلري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی.
د پاکستان د بشري حقونو وزیر له دان نیوز تلویزیون سره په مرکه کې د پاکستان په بریدونو کې د افغانستان لاس لرل رد کړل.
د یاد وزیر څرګندونې د پاکستان د حکومت او پوځ له هغو څرګندونو سره په تضاد کې دي، چې پر وار – وار یې افغان خاورې ته ګوته نیولې او څرګندوي، چې وسلهوالو د تروریستي بریدونو لپاره کارولې ده.
څه وخت مخکې د بلوچستان ایالت د ژوب سیمې پر یوه پوځي مرکز او د دې صوبې د سوی سیمې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۱۲ پاکستاني پوځیان ووژل شول. د پاکستان حکومت ادعا وکړه، چې د ژوب د برید عاملین افغان وکړي وه.
دغه راز تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر افغان حکومت غږ کړی و، چې له خپلې خاورې څخه دې د ترهګرۍ په مخنیوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د بشري حقونو وزیر ریاض پیرزاده دان نیوز ته دا هم څرګنده کړې: د دوی (اسلامي امارت) دفاع وزیر ( د دفاع وزارت چارسمبالي ) ویلي، چې دوی به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د پاکستان پر ضد کومه هڅه وکړي؛ ځکه دا جهاد نهدی.
په سوات او خیبرپښتونخوا سيمو کې د افغان وګړو د زياتوالي په اړه هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي؛ دوی د تحريک انصاف ګوند د حکومت له لوري پاکستان ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت له ايران، سعودي عربستان، چين او پاکستان سره بشپړ صادق دی.
د پاکستان د بشري حقونو وزیر د دواړو هېوادونو فرهنګي، ټولنیزو او ژبنیو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې د پاکستانیانو او افغانانو وینه یوه ده.
هغه وایي: نو زه فکر نهکوم، چې افغانستان دې پاکستان ته دومره بې وفا وي. زه دا نه منم.