لوبی

افغانستان د کرکټ د نړیوال جام د سوپر سیالیو په لښتیلیک کې له هند مخکې شو

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۵, ۱۴۰۱

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې پر ورځ د زمبابوی له  ګټلو وروسته د کرکټ د سوپر نړیوال جام په لښتیلیک یا جدول کې له هند مخکې شو.

افغان لوبډله د ديارلسو لوبډلو په دې لښتیلیک کې له هند يو ګام پورته په درېيم ځای کې وشمېرل شو.

د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې سره د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه لوبډلې ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او له پرمختګ سره مخ شوه.

په دې لوبه کې افغانستان د پېنځه لوبغاړیو پر له لاسه ورکولو ۲۷۷ منډې ترسره او سیالې لوبډلې لوبه وبایلله. رحمت شاه او حشمت الله شاهدي هر یو په ترتیب سره ۹۴ او ۸۸ منډې کړې دي.

د زیمبابوې لوبډلې د خپلو ټول لوبغاړيو پر له لاسه ورکولو موخې ته ونه رسېده او د ۲۱۶ منډو پر ترسره کولو یې ماته پر برخه شوه.

په دې لوبه کې محمد نبي د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي له ډګره وویستل. راشد خان او فضل فاروقي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان باید د زمبابوې پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې د کرکټ نړیوال جام تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۳ کال د غوراوي سیالیو ته لار ومومي.

د کرکټ په نړیوال جام کې بنګله دېش، انګلستان او افغانستان په ترتیب لومړی، دوه یم او درېیم ځای لري.

Trending

Exit mobile version