تازه خبرونه

افغانستان د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر له مخې د نړۍ شپږم هېواد دی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۸, ۱۴۰۱)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په دې وروستیو کې ویلي، چې افغانستان د نړۍ هغه شپږم هېواد دی، چې د داخلي بې ځایه شویو شمېر یې له نورو هېوادونو ډېر دی.

یاد بنسټ څرګنده کړې؛ په افغانستان کې له تېرو پېنځه کلونو راپدیخوا د کورنیو بې ځایه شویو خلکو د شمېر له زیاتوالي خبرداری ورکړی او وایي، چې شمېر یې مخ پر زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راپدیخوا خراب اقتصادي وضعیت، پرله پسې وچکالۍ او ناامني د بې ځایه شویو د ډېرېدو لاملونه دي.

دوی وایي: کډوال او داخلي بې ځایه شوي خلک اکثره کافي روغتیایی پاملرنې نلري. هېوادونه اړ دي، چې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره روغتیایي خدماتو ته بې پرې لاسرسی وساتي.

د افغانستان په سویل ختيځو ولايتونو کې د وروستيو خونړيو زلزلو له کبله يو شمېر بېځايه شوي کسان وايي، چې د ژمي له رارسېدو سره د سرپناه نشتوالى، کمزورى اقتصاد او د موسسو لخوا د مرستو ناسم وېش د دوى د ستونزو ټولیز لاملونه دي.

د پکتيا يوه اوسېدونکي احسان الله ويلي: مونږ په وروستۍ زلزله کې بې کوره شوي يوو؛ څو ځلې مو سروې شوې، خو مرسته نده شوې. داسې کسان هم شته، چې څو ځلې يې مرستې ترلاسه کړي او هره میاشت یې تر لاسه کوي؛ خو مونږ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ پاتې يوو.

یوه بل هم ویلي: ټولې آسانتیاوې له مونږ اخیستل شوي؛ مرسته شوې، خو بس نده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نورو ولایتونو کورني بې ځايه شوي خلک هم ستونزې لري او په ځانګړي توګه په کندهار کې هم خلکو ته له وروستيو سېلابونو ګڼې ستونزې رامنځته شوي او کورنۍ یې بې کوره کړي دي.

د کندهار یوه اوسیدونکي نعمت الله نومي ویلي؛ دولت او مرستندویه ادارې باید له مونږ سره مرسته وکړي؛ ځکه مونږ هر څه له لاسه ورکړي دي.

 یاد بنسټ ویلي؛ په دې وروستیو ورځو کې یې د پروان ولایت د مرکز چاریکارو له دوه زره زیاتو بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې؛ خو دغه مرستې د دغو کورنیو اړتیاوې نشي پوره کولی.

Trending

Exit mobile version