روغتيا

افغانستان د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو پر لوري روان دی

Published

on

په افغانستان کې د ۱۴۰۰ لېږدیز کال د زمري پر ۲۴ / د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د واک بدلون رامنځته شو، چې له تېر یو کال راپدیخوا د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د پام وړ لاسته راوړنې لري؛ خو دا کار پای ته رسیدلی ندی.

دا مهال په افغانستان کې د پولیو ویروس تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۵۶ ماشومان د پولیو ویروس له کبله فلج شوي وه، چې په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر څلورو ته راکښته شو.

د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) راپور ورکړی، چې سږ کال تر دې دمه یوازې یو ماشوم د ویروس له کبله فلج شوی، چې هېواد ته یې د پولیو د ختمولو لپاره غیر معمولي فرصت برابر کړی دی.

په ټول هېواد کې د پولیو واکسین د کمپاین بیا پیلولو موخه ۹.۹ میلیون ماشومانو ته واکسین کول دي.

په ټول هېواد کې د واکسین کولو اووه کمپاینونه د نومبر ۲۰۲۱ او جون ۲۰۲۲ ترمنځ ترسره شوي او دغه راز یو فرعي ملي کمپاین، چې د جولای په میاشت کې ترسره موخه یې په ۲۸ ولایتونو کې ۶.۷ میلیون ماشومانو ته واکسین و.

ویل کیږي، چې له ۳.۶ میلیون ماشومانو څخه، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې دې پروګرام ته لاسرسی نه درلود؛ ۲.۶ میلیون یې د نومبر، دسمبر او جنورۍ په کمپاینونو کې واکسین شوي.

په راتلونکیو کمپاینونو کې د پخوا په پرتله د لاسرسي وړ ماشومانو ته د لاسرسي په ښه کولو سره، د یادو ماشومانو شمېر ۰.۷ میلیون ته راټیټ شوی دی.

اضافي کمپاینونه د پاتې کال لپاره پلان شوي.

سره له دې، چې افغانستان او پاکستان د ګوزڼ ناروغیو ګډ چاپېریال لري او پر وړاندې یې د هڅو همغږي هم روانه ساتل شوې ده.

ډبلیو اچ او په ډاګه کړې، چې د دسمبر او می کمپاینونه د پاکستان له ملي کمپاینونو سره همغږي شوي وه او په کې پر لوړ خطر لرونکي نفوس ( د کوچیانو، موسمي کارګرانو او هغو ټولنو، چې دواړو پولو ته نږدې پرتې دي؛ راڅرخي.

Trending

Exit mobile version