لوبی

افغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی

افغانستان به په دې ګروپ کې له انډونیزیا، میانمار، فلیپین او کمبودیا سره سیالي وکړي. میانمار د دې ګروپ کوربه دی او لوبې به د ۲۰۲۶ز. کال د نومبر له اتمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو د پچه‌اچونې په الف ګروپ کې راغله.

افغانستان به په دې ګروپ کې له انډونیزیا، میانمار، فلیپین او کمبودیا سره سیالي وکړي. میانمار د دې ګروپ کوربه دی او لوبې به د ۲۰۲۶ز. کال د نومبر له اتمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي.

یوازې د اووه ګروپونو د سرلوبډلې به د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته لار ومومي او دوه‌یم مقام ګټونکي به د لارموندنې اجازه ونه‌لري.

اووه لار موندونکې لوبډلې به په پای‌پړاو کې له هغو نهه لوبډلو سره یوځای شي، چې له مخکې یې دې لوبو ته د ګډون اجازه ترلاسه کړې ده. دا لوبډلې اسټرالیا، چین، جاپان، سویلي کوریا، قطر، سعودي عربستان، تاجکستان، ازبکستان او ویټنام دي.

جاپان د دې سیالیو د تېر پړاو اتل دی. دغې لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال په پایلوبه کې چین ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د پېنځم ځل لپاره یې د آسیا اتلولي وګټله.

د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام به د مې له دولسمې څخه تر نهه‌ویشتمې پورې په ازبکستان کې ترسره شي او ۱۶ لوبډلې به د اتلولۍ لپاره لوبې وکړي.

د آریانا ټلویزیون له لارې د لوبو خپرېدل

آریانا ټلویزیون به په افغانستان کې د لارموندنې لوبې خپرې کړي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د دغو لوبو کې په لړ کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لوبې وګوري.

د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته په الف ګروپ کې ګډون یو ښه فرصت دی، چې د آسیا له مطرحو او مخ پر ودې فوټبال لوبډلو سره لوبې وکړي او د دې سیالیو پای‌پړاو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.

Trending

Exit mobile version