لوبی
افغانستان د ۱۷ کلنو آسیا جام ته د لار موندنې سیالۍ د ۴ پر ۱ له بریا سره پیل کړې
محمد فهیم حماس د درې ګولونو پر وهلو د دې لوبې غوره لوبغاړی و او طیب قادري هم یو ګول وواهه، چې له دې سره افغانستان په A ګروپ کې خپلې لومړۍ درې نمرې ترلاسه کړې.
د یکشنبې پر ورځ د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷آسیایي ملتونو جام ته د لار موندنې سیالۍ د کوربه میانمار پر وړاندې د ۴ پر ۱ له بریا سره پیل کړې.
محمد فهیم حماس د درې ګولونو پر وهلو د دې لوبې غوره لوبغاړی و او طیب قادري هم یو ګول وواهه، چې له دې سره افغانستان په A ګروپ کې خپلې لومړۍ درې نمرې ترلاسه کړې.
طیب قادري په نهمه دقیقه کې د افغانستان لومړی ګول وواهه او شپږ دقیقې وروسته محمد فهیم حماس د افغانستان د ګولونو شمېر دوه ته ورساوه.
حماس په درویشتمه دقیقه کې یو ځل بیا د میانمار دروازه پرانیسته او لومړۍ نیمايي د افغانستان د ۳ پر صفر له بریا پای ته ورسېده.
د افغانستان ملي لوبډلې په دوهیمه نیمايي کې هم خپله برلاسي وساتله او حماس د دې نیمايي له پیل څلور دقیقې وروسته خپل درېیم ګول وواهه او هټریک یې بشپړ کړ.
د میانمار لوبډلې په شپږپنځوسمه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې یو ګول وواهه؛ خو افغانستان په پای کې دا لوبه ۴ پر ۱ وګټله.
افغانستان په دې سیالیو کې له انډونیزیا، میانمار، فیلیپین او کمبودیا سره په یوه ګروپ کې دی او په خپله راتلونکې لوبه کې به د چارشنبې پر ورځ له کمبودیا سره مخ شي.