لوبی
افغانستان د ۲۰۲۳ کال اسیايي لوبو کې د برونزو مدال وګاټه
د هېواد د تکواندو د ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د یکشنبې پر ورځ په نیمه پایلوبه کې د جنوبي کوریا د جانګ جون له ماتې وروسته د برونزو مډال وګاټه.
رضايي په لومړي پړاو کې د نړۍ د اتل جانګ جون پر وړاندې ۷-۵ بریا خپله کړه؛ خو په دوهیم پړاو کې یې ۱۴-۱۲ ماتې وخوړه او د برونزو تاریخي او ارزښتناک مدال یې خپل کړ.
د راپورونو له مخې؛ د رضايي لاس د سیالیو په لومړي پړاو کې مات شو؛ خو بیا هم وتوانید، چې د سږ کال په لوبو کې د افغانستان لپاره لومړی ماال ثبت کړي.
د تکواندو فدراسیون چارواکو څرګنده کړې؛ افغانستان خپلو سیالانو( تاجکستان، جاپان، قزاقستان او جنوبي کوریا ) ته له ماتې ورکولو وروسته د برونز مدال وګاټه.
دغه رزاز د ورځې په پیل کې د افغانستان رګبي ملي لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې ماتې وخوړه.
دې لوبډلې د نیپال لوبډلې له ماتولو وروسته بل پړاو ته لار پیدا کړه او له عربي متحده اماراتو سره مخ شوه. په هر حال دې لوبډلې له هڅو سره – سره ماته وخوړله.
د دوشنبې پر ورځ نورو افغانانو هم ښه چانس نهدرلود؛ لامبووهونکي فهیم انوري، چې په ۵۰ متره فری ستایل او ۱۰۰ متره بریستستروک کې یې برخه اخیستې وه؛ راتلونکو پړاوونو ته له رسېدو پاتې شو.
افغان سوکوهونکی محمد خیبر نورستانی هم د ۷۱ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د خپل منګولیایي سیال پر وړاندې د مسابقې پر مهال د ټپ له کبله له لوبې ووت.