Connect with us

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۵ آسیایي جام لپاره ۲۳ کسیز نوملړ اعلان کړ

د هېواد ملي لوبغاړي به د روانې اوونۍ د جمعې پر ورځ ۴:۳۰ د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ودریږي او بیا به پر ترتیب د تاجکستان او هند پر وړاندې ډګر ته ورودانګي.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۶, ۱۴۰۴

د افغانستان فوټبال فډراسیون په ۲۰۲۵ آسیایي جام (کافا ) کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د  لوبغاړو وروستی ۲۳ کسیز نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان فوټبال فډراسیون په رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې فیصل احمد حمیدي، عیسی عزیزي او کیوان متقیان د ګول کیپرانو او شریف محمد، الیاس منصور، محبوب حنیفي، روح الله اقبال زاده، عمید آرزو، سید عارف اکبر او توماس صفري د مدافعینو په توګه ملي لوبډلې ته بلل شوي دي.

همدارنګه، ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، یما شېرزاد، علیرضا پناهي، محمد نعیم رحیمي او سید مرتضی فاطمي به د ۲۰۲۵ کال د آسیا ملتونو جام په سیالیو کې د ملي لوبډلې منځني لوبغاړي وي.

د خبرپاڼې له مخې؛ توفي سکندري، مصور احدي، قمرالدین مازیار کوهیار، حسین زماني، امید موسوي، حبیب الله هوتک او بلال ارزو په راتلونکو سیالیو کې د ملي لوبډلې مخکښ او بریدګر لوبغاړي دي.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دې سیالیو په B ګروپ کې د ایران، هند او تاجکستان له ملي لوبډلو سره ده.

د هېواد ملي لوبغاړي به د روانې اوونۍ د جمعې پر ورځ ۴:۳۰ د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ودریږي او بیا به پر ترتیب د تاجکستان او هند پر وړاندې ډګر ته ورودانګي.

لوبی

په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه

دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د درې اړخیزو یوورځنیو سیالیو لپاره د هېواد د الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) د لوبغاړو نوملړ د سریلانکا او هند د الف لوبډلو په ګډون اعلان کړی دی.

دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.

په لومړۍ لوبه کې به د سریلانکا الف لوبډله د هند له الف لوبډلې سره مخامخ شي. د افغانستان الف لوبډله به د غبرګولي پر یوویشتمه / د جون پر یوولسمه د هند له الف لوبډلې سره لوبه وکړي.

په پنځوس اوریزو سیالیو کې به هره لوبډله دوه ځله له بلې لوبډلې سره مخامخ کېږي. دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي، چې ټاکل شوې د غبرګولي پر دېرشمه / د جون پر یوویشتمه ترسره شي.

د افغانستان الف لوبډلې نوملړ: عمران میر(لوبډلمشر)، نور رحمان (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، حسن عیسی‌خېل، خالد تڼیوال، اعجاز احمدزی، بهیر شاه محبوب، فیصل خان شینوزاده، فرمان‌الله ساپی، شمس‌الرحمان، خلیل ګربز، ظاهر خان پکتین، فریدون داوودزی، محمد ابراهیم او عبدالله احمدزی.

Continue Reading

لوبی

شپږ افغان کرکټ‌لوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول

ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.

Published

on

شپږ افغان کرکټ‌لوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ سیالیو لپاره غوره شوي، چې دا چاره د شل اوریزو سوداګریزو کرکټ‌لیګونو په ډګر کې د افغانستان د مخ پر ودې ځایګي څرګندونه کوي.

ابراهیم ځدراڼ د تېر پړاو اتلې لوبډلې «جفنا کینګز» له لوري غوره شوی دی. په داسې حال کې، چې مجیب الرحمن به په دغو سیالیو کې د «کولمبو کپس» استازیتوب وکړي.

همدارنګه رحمن‌الله ګربز او ظاهر خان دواړه د «کنډي رویالز» لوبډلې له لوري غوره شوي دي.

فضل‌الحق فاروقي او ګلبدین نایب به د «ډمبولا سیکسرز» لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ به د دغو سیالیو شپږم پړاو وي.

ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه

د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نه‌دی شوی.

Published

on

هندي رسنیو راپور ورکړی؛ افغانستان به ښایي په ډیلي کې راروان سپټمبر د هند پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو کوربه‌توب وکړي.

د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نه‌دی شوی.

افغانستان دا مهال د هند پر وړاندې د یوې ټسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې روانه میاشت ترسره شي.

افغانستان په تېره یوه لسیزه کې د نړیوالو سیالیو لپاره د هند او متحده عربي اماراتو لوبغالي د خپلو کورنیو ډګرونو په توګه کارولي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!