لوبی

افغانستان د ۲۰۲۵ آسیایي جام لپاره ۲۳ کسیز نوملړ اعلان کړ

د هېواد ملي لوبغاړي به د روانې اوونۍ د جمعې پر ورځ ۴:۳۰ د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ودریږي او بیا به پر ترتیب د تاجکستان او هند پر وړاندې ډګر ته ورودانګي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۶, ۱۴۰۴

د افغانستان فوټبال فډراسیون په ۲۰۲۵ آسیایي جام (کافا ) کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د  لوبغاړو وروستی ۲۳ کسیز نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان فوټبال فډراسیون په رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې فیصل احمد حمیدي، عیسی عزیزي او کیوان متقیان د ګول کیپرانو او شریف محمد، الیاس منصور، محبوب حنیفي، روح الله اقبال زاده، عمید آرزو، سید عارف اکبر او توماس صفري د مدافعینو په توګه ملي لوبډلې ته بلل شوي دي.

همدارنګه، ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، یما شېرزاد، علیرضا پناهي، محمد نعیم رحیمي او سید مرتضی فاطمي به د ۲۰۲۵ کال د آسیا ملتونو جام په سیالیو کې د ملي لوبډلې منځني لوبغاړي وي.

د خبرپاڼې له مخې؛ توفي سکندري، مصور احدي، قمرالدین مازیار کوهیار، حسین زماني، امید موسوي، حبیب الله هوتک او بلال ارزو په راتلونکو سیالیو کې د ملي لوبډلې مخکښ او بریدګر لوبغاړي دي.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دې سیالیو په B ګروپ کې د ایران، هند او تاجکستان له ملي لوبډلو سره ده.

د هېواد ملي لوبغاړي به د روانې اوونۍ د جمعې پر ورځ ۴:۳۰ د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ودریږي او بیا به پر ترتیب د تاجکستان او هند پر وړاندې ډګر ته ورودانګي.

Trending

Exit mobile version