تازه خبرونه

افغانستان له ايران سره دوه اړخيزه ستراتيژيك تړون لاسلیك كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ایران د ولسمشر مرستیال چې کابل ته په سفر راغلی، وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ ستراتيژيك تړون خورا مهم دی.

د هغه په وینا دا تړون به په سياسي، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي برخو كي د همكاريو زمینه برابره کړي.

د ایران د ولسمشر مرستیال له افغان ولسمشر سره هم کتلي او ولسمشر ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره جوړیدونکي کمیسیون ته به یو وزیر هم ور معرفي کړي.

د ايران د ولسمشر مرستیال محمد شريعت مداري افغانستان ته په رسمي سفر راغلی او د ولسمشر اشرف غني او اجرايیه رييس ډاكتر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

هغه په يوه مطبوعاتي كنفرانس کې وویل چې افغانستان له ايران سره په سياسي او امنيتي برخو كې ستراتيژيك تړون لاسلیکوي.

هغه افغانستان سره د پراخو همكاريو د اعلان تر څنګ وويل چې د افغانستان سوله اوثبات د ايران په ثبات تړاو لري.

هغه زیاته کړه چې د داعش د رامنځ ته كيدو په اړه كومه انديښنه نلري او كه دسيمي هيوادونو ته كوم خطر پيښ شي نو په ګډه به د حل لاره پيدا كړي .

همداراز داكتر عبدالله په تير ۱۳ كلونو كي د ايران همكاري وستايله او وويل چې د ايران او افغانستان تر منځ به همكاري او روابط به همداسي داوم وكړي :

افغانستان تر دې پخوا له امریکا، ایټالیا، بریتانیا، فرانسې، چین او هند سره د ستراتیژیکو همکاریو موافقې لاسلیک کړي دي.

خبریال: عبدالعزيز كريمي

Trending

Exit mobile version