لوبی
افغانستان له ایرلنډ سره په ۵۰آوریز لوبلړۍ کې د خپلې نړیوالې درجې د پیاوړتیا په لټه کې دی
د دغې لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د اګست پر پېنځمه او اوومه د شمالي ایرلینډ په بریډې کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او درې نورې لوبې به د اګست پر لسمه، دولسمه او بېنځلسمه د بلفاسټ ښار په سیول سروس لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا(چارشنبه) له ایرلنډ سره د پېنځه نړیوالو یو ورځنۍ سیالیو لړۍ پیلوي؛ هغه سیالۍ، چې افغانستان هیله لري د ښو پایلو پر خپلولو د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام د غوراوي له ټاکلې نېټې مخکې د کرکټ نړیوالې شورا په یو ورځنۍ درجهبندۍ کې خپل ځای پیاوړی کړي.
د دغې لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د اګست پر پېنځمه او اوومه د شمالي ایرلینډ په بریډې کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او درې نورې لوبې به د اګست پر لسمه، دولسمه او بېنځلسمه د بلفاسټ ښار په سیول سروس لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان دا سیالۍ په داسې حال کې پیلوي، چې د کرکټ نړیوالې شورا په تازه یو ورځنۍ درجهبندۍ کې له ۹۰ امتیازونو سره په اتم ځای کې دی. په داسې حال کې، چې ایرلینډ له ۵۴ امتیازونو سره دولسم ځای لري.
دا سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه د ۲۰۲۶ز.کال د سپټمبر تر دېرشمې پورې د کرکټ نړیوالې شورا درجهبندي به هغو لوبډلو په ټاکلو کې مهم رول ولري، چې د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام ته مستقیمه لار مومي.
د کوربه هېواد، سویلي افریقا، پرته د درجهبندۍ اته غوره لوبډلې به نېغ پر نېغه نړیوال جام ته لار پیدا کړي.
افغانستان په وروستیو یو ورځنۍ سیالیو کې پر ایرلینډ برلاسی پاتې شوی او د دې لوبډلې پر وړاندې یې خپلې وروستۍ شپږ لوبې ګټلې دي. ایرلنډ وروستی ځل د ۲۰۱۹ز.کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته په یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړې وه.
دا لړۍ به د افغانستان د نوي لوبډلمشر رحمت شاه لپاره د یو ورځنۍ سیالیو لومړنۍ لړۍ وي. هغه د روان کال په جون میاشت کې د حشمتالله شهیدي له لوبډلمشرۍ تر لاسه کولو وروسته د لوبډلې مشري پر غاړه واخیسته.
افغانستان همداراز هیله لري، چې د روان کال په پیل کې له هند څخه د یو ورځنۍ سیالیو په لړۍ کې له درې ـ صفر ماتې وروسته بېرته د بریاوو لارې ته وګرځي.
بل لور ته ایرلینډ له لوړې روحیې سره دغو سیالیو ته راځي. دې لوبډلې تېره میاشت د شل آوریزو نړیوالو سیالیو په لړۍ کې د شل آوریز نړیوال جام اوسني اتل هند ته دوه ـ صفر ماتې ورکړه. جای مونډرا، چې د دغې لړۍ غوره لوبغاړی نومول شوی و؛ د لومړي ځل لپاره د ایرلینډ یو ورځنۍ لوبډلې ته بلل شوی دی. بن کالټز او بایرون مکډونا هم د لوبډلې په نوملړ کې شامل دي.
کوربه لوبډله د څو مهمو لوبغاړو د ټپي کېدو له ستونزې سره مخ ده او جاش لټل، مټ هالارډ، کریګ یانګ، بېري مککارټي، جورډن نیل او ډیوېډ ډیلني د ټپونو له کبله په دغو سیالیو کې نهلوبېږي.
د آریانا راډیو ټلوېزیون نړیواله شبکه په افغانستان کې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ
News on Facebook, Instagram and X for match schedules, live updates, breaking news, and comprehensive coverage throughout the series.