لوبی

افغانستان له ایرلینډ سره د پېنځه یوورځنیو لوبو لړۍ پیلولو ته چمتو کیږي

د افغانستان لوبډلې مشري به د یوورځنیو او ټسټ سیالیو نوی لوبډلمشر رحمت شاه کوي او رحمان‌الله ګربز به د مرستیال لوبډلمشر دنده ترسره کوي. په لوبډله کې د تجربه‌لرونکو او ځوانو لوبغاړو ګډ ترکیب د پام وړ دی.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې اوونۍ نړیوالو یوورځنیو سیالیو ته بېرته ستنه شي او له ایرلینډ سره به د پېنځه یوورځنیو لوبو په لړۍ کې مخامخ شي. د دې لړۍ لومړۍ لوبه د زمري پر څوارلسمه / د اګست پر پېنځمه د شمالي ایرلینډ په بریډي کرکټ کلب کې ترسره کېږي او دا لړۍ به د اګست تر پېنځلسمې روانه وي.

د یادې لړۍ لومړۍ او دوه‌یمه لوبه به د اګست پر پېنځمه او اوومه په بریډي کې ترسره شي، وروسته به پاتې درې لوبې د بلفاسټ په سټورمونټ لوبغالي کې د اګست پر لسمه، دولسمه او پېنځلسمه ترسره شي.

د افغانستان لوبډلې مشري به د یوورځنیو او ټسټ سیالیو نوی لوبډلمشر رحمت شاه کوي او رحمان‌الله ګربز به د مرستیال لوبډلمشر دنده ترسره کوي. په لوبډله کې د تجربه‌لرونکو او ځوانو لوبغاړو ګډ ترکیب د پام وړ دی.

تجربه‌لرونکی الراونډر محمد نبي په دې لوبډله کې نیول شوی نه‌دی؛ خو چټک توپ‌اچوونکی فضل‌الحق فاروقي بېرته لوبډلې ته راستون شوی دی. تمه ده، چې راشد خان او ځوان ورو توپ‌اچوونکی الله‌محمد غضنفر د افغانستان لپاره مهم رول ولوبوي.

د افغانستان لوبډله:

رحمت شاه(لوبډلمشر)رحمان‌الله ګربز(مرستیال لوبډلمشر) ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، حشمت‌الله شاهدي، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، اکرام علي‌خېل(ویکټ ساتونکي) ننګیال خروټی، راشد خان، الله‌محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم ساپي، فضل‌الحق فاروقي او ضیاءالرحمن شریفي.

احتیاطي لوبغاړي:

قیس احمد، فرید ملک، بلال سمیع او بشیر احمد.

دغه راز ایرلینډ د دې لړۍ د لومړیو درې لوبو لپاره داسې لوبډله اعلان کړې، چې ځینې مهم لوبغاړي یې د ټپونو له کبله نشته. تمه ده کوربه هېواد د وروستیو دوه لوبو لپاره خپله لوبډله د لوبغاړو د روغتیايي وضعیت له ارزونې وروسته اعلان کړي.

دا لړۍ د دواړو لوبډلو لپاره د راتلونکو نړیوالو سیالیو او د کرکټ نړیوالې شورا د غوراوي پړاوونو د چمتووالي مهمه برخه بلل کېږي.

د لوبو مهالوېش:

د اګست پېنځمه: لومړۍ یوورځنۍ لوبه – بریډي کرکټ کلب

د اګست اوومه: دوه‌یمه یوورځنۍ لوبه – بریډي کرکټ کلب

د اګست لسمه: درېیمه یوورځنۍ لوبه – سټورمونټ، بلفاسټ لوبغالي

د اګست دولسمه: څلورمه یوورځنۍ لوبه – سټورمونټ، بلفاسټ لوبغالي

د اګست پېنځلسمه: پېنځمه یوورځنۍ لوبه – سټورمونټ، بلفاسټ لوبغالي

د سیالیو د نندارې لپاره

د افغانستان مینه‌وال کولی شي دغه لړۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو او ټلویزیون څخه وګوري.

Trending

Exit mobile version