Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له سیمې او نړۍ سره پر مثبت سیاسي تعامل ټینګار څرګند کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۵, ۱۴۰۱

 نن سې شنبه د زمري ۴ له یو ورځني ځنډ وروسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت د ارزونې نړیواله غونډه پیل شوه.

د تاشکند پر کوربتوب د افغانستان په اړه په دې سیاسي، امنیتي او اقتصادي غونډه کې د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي پر مشرۍ د پلاوي او پر روسیې، چین، ایران، پاکستان او هند سربېره د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ټولنو استازیو ګډون کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس ویست، د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د امریکا د خزانې وزارت مرستیال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر سرپرست هم دې غونډې ته ورغلي دي.

د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د افغانستان د ۱۱ میاشتني حکومت کړنې مهمې وبللې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې پر مثبت سیاسي تعامل ټینګار وکړ.

نوموړي دغې نړیوالې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت په سیاسي اصلاحاتو باور لري او په ټولو برخو کې اصلاحاتو ته ژمن دی.

امیرخان متقي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د پانګونې پر جلبولو او له سیمې او نړۍ سره په دې برخه کې د متوازن چلند په لټه کې دی.

د متقي په وینا حکومت یې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي کوي او د پخواني حکومت لسګونه لوړ پوړي چارواکي هم هېواد ته راستانه کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي څرګنده کړې؛ اسلامي امارت به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډ هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ شي.

امیر خان متقي له بهرني مالي ملاتړ پرته د ۱۰۰ زره اردو او ۱۴۰ زره پولیسو جوړول، په دولتي ادارو کې د فساد صفر کول، د اقتصادي او بانکي بحرانونو مدیریت او همدارنګه د کجکي د برښنا بند په ګډون د یو شمېر لویو پروژو پیل د نوي حکومت د یوولس میاشتو د کار کړنو اړینې چارې یادې کړې.

ویل کیږي، چې د افغانستان په اړه دغه امنیتي او اقتصادي کنفرانس د هر اړخیزو ژمنو پلي کولو ته هیله من شوي دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!