تازه خبرونه
افغانستان له نړیوالو معیارونو سره سم عصري تعلیمي سیستم ته اړتیا لري – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان د ښوونیزو او لوړو زدهکړو بنسټونو د پیاوړتیا په ملي دوه ورځني کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان په نړیوالو معیارونو سمبال ښوونیز او روزنیز نظام ته اړتیا لري.
دغه کنفرانس د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې جوړ شوی و.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي، افغانستان یو داسې تعلیمي او تحصیلي نظام ته ضرورت لري، چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د نړیوالو غوښتنو سره برابر وي.
مولوي عبدالکبیر، چې په ملي کنفرانس کې یې د افغانستان د ښونیزو او لوړو زدکړو بنسټونو پر پیاوړتیا خبرې کولې زیاته کړې؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې د اسلامي زدهکړو ترڅنګ په تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې زدهکوونکیو او محصلینو ته عصري زدهکړې هم ورکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال امنیت ټينګ دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان په اقتصادي او سیاسي برخو کې پرمختګ وکړي.
د ده د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت یوه سالمه اقتصاد محوره پالیسي لري او له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د پوهنې وزارت چارسمبالي ویلي؛ په هېواد کې د دینې او عصري زدهکړو کیفیت لوړولو لپاره جدي اړتیا ده.
د پوهنې وزارت چارسمبالي مولوي حبیب الله آغا زیاته کړې؛ اسلامي نظام د اقامې فرصتونه او امکانات په لاس راکړل؛ اوس باید د ديني او عصري علومو پرمختګ ته دوام ورکړو.
دغه راز د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ویلي، چې هڅه کوي د پوهنې له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او له یو بل سره ښه همغږۍ ولري.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس سید بشیر اغا هاشمي ویلي، چې د مختلفو ښونیزو او تعلیمي بنسټونو د څېړونکیو له لوري ۱۸۲ څېړنیزې مقالې رالیږل شوې دي.
په دې ملي کنفرانس کې به د ګڼو ښوونیزو او لوړو زدکړو بنسټونو څېړونکي خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کوي، چې د یوه ځانګړې پلاوي له لوري ارزول کیږي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

