تازه خبرونه
افغانستان له يو شمېر هېوادونو سره ښې سياسي او سوداګريزې اړيکې لري – مولوي عبدالکبير
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، افغانستان د حکومت د غوره پالیسۍ له کبله له یو شمېر هېوادونو سره ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د جمعې پر ورځ (د سلواغې ۱۰ ) د اسلامي همکاریو سازمان له سرمشریزې سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مبارزه د اشغال د خاتمې او د اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره وه، چې په دې برخه کې یې هر اړخیزې هڅې کړي او اوس دا دوه موخې ترلاسه شوې دي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده؛ ژبني، قومي او مذهبي اختلافاتو ته هیڅ ځای نشته او افغانستان د یو ځواکمن اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې دی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او دا مهال د اسلامي امارت د ښه سیاست له کبله افغانستان له یو شمېر هېوادونو سره غوره سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري.
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له کبله دوی وکولی شول، چې دې هېواد ته ډاډمن سفر وکړي او خپلې چارې پرمخ بوځي.
دا عالمان، چې د بېلابېلو هېوادونو اوسیدونکي دي، وایي؛ اسلامي نړۍ په افغانستان کې دايمي ثبات غواړي او د جګړې ملاتړ نهکوي. دوی همدارنګه د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ځانګړې او اغېزناکه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې نړۍ باید دا پرمختګونه ومني.