لوبی
افغانستان له پاکستان سره د کرکټ لوبو کوربتوب کوي
د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې کابل به په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د څو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کوربتوب وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ په په ډاګه کړې: د افغانستان-پاکستان کرکټ بورډ اړوند څانګې او چارواکي په پام کې لري، چې د کرکټ نړیوالې شورا سوپرلیګ راتلونکې درې یو ورځنۍ لوبې د راتلونکي کال د مارچ له میاشتې مخکې د افغانستان پر کوربتوب ترسره، چې بیا به رسنیز هم شي.
ټاکل شوې دغه لوبې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په فبرورۍ او مارچ کې ترسره شي؛ خو کره نېټه یې په ډاګه شوې نده.
ټاکل شوې، چې په دوه راتلونکو کلونو کې افغانستان ۱۱ یوه ورځنۍ، څلور ۲۰ آوریزې او دوه ټیسټ لوبې ترسره کړي.
افغان ملي لوبډله به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر لومړۍ نېټې په آسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه راز به افغان ملي لوبډله له دغو لوبو وروسته د هند پر کوربتوب په نړیوال جام کې، چې ټاکل شوې په اوکتوبر او نومبر میاشتو کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ ترسره شي؛ هم ګډون وکړي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو دوهیمه برخه د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیلیږي
د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.
د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو دوهیمه برخه به په کابل کې د لومړۍ برخې له پای ته رسېدا وروسته د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیل شي او سیالۍ به د نومبر تر شپاړلسمې روانې وي؛ هغه ورځ به د روان فصل اتله لوبډله هم معلومه شي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.
د شپږم پړاو په لومړۍ برخه کې لوبډلو د لښتیلیک د غوره ځای خپلولو لپاره په زړهراکښونکې لوبې وکړې.
سرخپوشان خوافي له غوره لوبډلو څخه وه؛ خو د تېر فصل اتله ابومسلم فراه، عمر ځواک او نورې لوبډلې هم د اتلولۍ د ګټلو په هڅه کې دي.
د لیګ د لښتیلیک د وروستي حالت په ټاکلو کې به پاتې لوبډلې مهم رول ولوبوي او د لوبډلو دوامداره ښه لوبه او د امتیازونو ترلاسه کول به د اتلولۍ په ګټلو کې پرېکنده وي.
د نهه لوبو له ترسره کېدا وروسته سرخپوشان خوافي د نهه بریاوو او ۲۷ امتیازونو پر لرلو د لښتیلیک په سر کې ده. ابومسلم فراه او عمر ځواک بیا هره یوه ۱۹ امتیازونه لري.
د آریانا راډیو ټلویزیون شبکه(ATN) به د افغانستان اتلانو لیګ د لوبو خپرول روان وساتي او د ټلویزیون، راډیو او ډیجیټلي خپرونو له لارې به مېنهوالو ته د لوبو او سیالیو په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.
له مینهوالو غوښتل شوي، چې د لوبو د مهالوېش، پایلو، لښتیلیک او نورو تازه معلوماتو لپاره د ATN خواله رسنۍ وڅاري.
لوبی
افغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د ټسټ لوبې د دوهیمې ورځې په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې کړې دي.
دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د بنګلهدېش لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۹۲.۳آورونو کې ۳۴۶ منډې کړې دي. دې لوبډلې د لوبې دوهیمه ورځ د اته لوبغاړو پر سوځېدا د ۳۱۷ منډو پر لرلو پیل کړې وه.
افغانستان د دوهیمې ورځې په پای کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې وکړې او اوس یې هم شپږ لوبغاړي پاتې دي؛ په دې توګه له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی.
د بنګلهدېش په لومړۍ پاڼۍ کې تنزید حسن ۸۳ او شادمان اسلام ۶۷ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې د لوړې منډې جوړونې مهم لوبغاړي وه.
د افغانستان پر توپاچونه محمد سلیم د ۸۲ منډو په بدل کې څلور او یمین احمدزي پر ۷۹ منډو درې لوبغاړي وسوځول.
عبدالمالک او رحمتشاه هم د افغانستان په پاڼۍ کې مهم رول لوبولی او د څلور لوبغاړو تر سوځېدا وروسته یې د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې مرسته کړې ده.
افغانستان هڅه کوي، چې د لوبې په درېیمه ورځ د بنګلهدېش د منډو واټن راکم کړي؛ خو بنګلهدېش هڅه کوي، چې ژر د افغان لوبډلې نور لوبغاړي وسوځوي او خپله برلاسي زیاته کړي.
د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلوېزیون دغه ټسټ لوبه په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوالو ته پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب پرته له ګول مساوي شول
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو یوڅلوېښتمه لوبه د سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب لوبډلو ۰-۰ مساوي پای ته ورسوله.
دا لوبه نن( سېشنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه. دواړو لوبډلو په ۹۰ دقیقو لوبې او اضافي وخت کې خپلې رامنځته شوې هڅې پر ګولونو بدلې نهکړې او په پای کې یې پر یوه امتیاز بسنه وکړه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ او په ځانګړي بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
تازه خبرونه4 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه5 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایران ستازو د اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ

