تازه خبرونه
افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نهشي کولی ـ شېرمحمد عباس ستانکزي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ويلي، افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نهشي کولی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د يوې غونډې پرمهال د لوړو زدهکړو او پوهنې له وزارتونو غوښتي، چې د پوهنې اصولو ته جدي پاملرنه وکړي او په اړه یې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
شېر محمد عباس ستانکزي ټینګار کړی، چې د جګړو په کلونو کې افغانستان د سیمې د هېوادونو پر پرتله د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې وروسته پاتې و او اوس، چې د امنیت خوندي چاپېریال رامنځته شوی؛ نو حکومت او نړیوالو بنسټونو ته پکار دي، چې دې سکتور ته پاملرنه ډېره او مرستې زیاتې کړي.
عباس ستانکزي په دې اړه ویلي: زه پوهېږم، چې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونه دې مسئلې (ښوونې او روزنې) ته ډېره پاملرنه لري. زه غواړم، چې دوی نور هم ورته پام وکړي او دغه راز هغه بنسټونه او موسسې، چې له بهره راځي؛ د دوی پاملرنه غواړم، چې د دې هېواد بچیانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره او له اړوند وزارتونو سره د اسانتیاوو په برابرولو کې ډېره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، چې اوس په افغانستان کې د واک جزایر له منځه تللي او یو متحد نظام رامنځته شوی دی.
د ستانکزي د څرګندونو له مخې؛ له رامنځته شوې فضا څخه بايد د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره اغېزمنه ګټه پورته شي.
هغه زیاته کړې: نن په افغانستان کې د واک جزیرې نهشته؛ حکومت یو حکومت دی او مرکز د افغانستان په ټوله جغرافیه کې له سیاسي او امنیتي لحاظه حاکم دی.
د دغه پروګرام په پای کې د اسلامي امارت د مسوولانو او د یوې کورنۍ موسسې ترمنځ د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.