Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور

هغه ټینګار کړی، چې اوس له ۴۷ کلونو وروسته په هېواد کې امنیت، واحد حاکمیت، ورورولي او د پرمختګ زمینه برابره شوې ده.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۷, ۱۴۰۵

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون رییس شهاب‌الدین دلاور په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان په تېرو ۴۷ کلونو کې له واحد حاکمیت بې‌برخې و؛ خو د اسلامي امارت له واکمنېدو سره دا ستونزه حل شوې ده.

هغه ټینګار کړی، چې اوس له ۴۷ کلونو وروسته په هېواد کې امنیت، واحد حاکمیت، ورورولي او د پرمختګ زمینه برابره شوې ده.

دلاور د عاشورا ورځې ته په نغوته کې ویلي، دا ورځ د جمعې پر ورځ په ټول هېواد کې په بشپړ امنیت سره نمانځل شوې ده.

هغه زیاته کړې؛ دا کمیسیون د افغانانو د خدمت لپاره جوړ شوی او له جلاوطنو سیاستوالو یې غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي.

نوموړي ویلي، هیڅ‌څوک نشي کولی د بېرته راستانه کېدونکو کسانو پر ضد مستقیمې ادعاوې مطرح کړي او که کومه حقوقي ستونزه رامنځته شي؛ یوازې همدا بنسټ یې د څېړلو صلاحیت لري.

هغه زیاته کړې، چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون به د حقوقي ستونزو په صورت کې د هغو د حل او فصل چارې پر غاړه واخلي.

شهاب‌الدین دلاور ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا له وخته د روږدو د درملنې د مرکزونو جوړول او د نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی او د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر هم څرګند کم شوی دی.

نوموړي د اسلامي امارت د نه‌رسمیت پېژندنې نړیوالې موضوع په اړه ویلي، که دی هم د امریکا د چارواکو پر ځای وای؛ نو اسلامي امارت به یې پر رسمیت نه‌وای پېژندلی.

هغه ویلي: «دوی سخته ماتې خوړلې، چې هیڅکله یې نشي هېرولی؛ که مونږ پر رسمیت وپېژني، د خپلو خلکو پر وړاندې به تر پوښتنې لاندې راشي.»

تازه خبرونه

د انډونیزیا سفیر د بامیان ولایت عامه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

ډاکټر ننډا آولیسټ د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتاب‌لوستنې د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ انډونیزیا په افغانستان او دې هېواد کې د مطالعې او کتاب‌لوستنې د دودولو لپاره فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي.

Published

on

 

د انډونیزیا جمهوریت سفیر ډاکټر ننډا آولیسټ د یوه پلاوي پر مشرۍ د بامیان ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او دې کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.

ډاکټر ننډا آولیسټ د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتاب‌لوستنې د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ انډونیزیا په افغانستان او دې هېواد کې د مطالعې او کتاب‌لوستنې د دودولو لپاره فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي.

هغه زیاته کړې، چې د دغو پروګرامونو هدف مطالعې ته د ځوانانو هڅول، د هغوی د پوهې او خبرتیا کچې لوړول او له وزګار وخت څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې ځوانان د خپل وخت ډېره برخه د خواله رسنیو او مجازي پاڼو پر کارولو او د وخت د تېرولو پر ځای مطالعې، د پوهې ترلاسه کولو او فکري ودې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د بامیان عامه کتابتون مدیر د انډونیزیا جمهوریت سفیر ته د ښه راغلاست ویلو او د هغه له راتګ څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۵۰ ټوکه کتابونو د ډالۍ او دغه ارزښتناک فرهنګي ګام له کبله مننه او ستاینه وکړه.

هغه دغه فرهنګي نوښت د کتابتون د مطالعاتي سرچینو د بډاینې، د مطالعې او کتاب‌لوستنې د دود د پیاوړتیا او ځوانانو او د کتاب مینه‌والو ته د کتابونو او پوهې ته د لاسرسي د ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره اغېزناک ګام وباله.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ډول ارزښتناک فرهنګي اقدامات د ټولنې په علمي، فکري او فرهنګي وده کې مهم رول لوبولی شي.

د بامیان عامه کتابتون مدیر هیله څرګنده کړه، چې د انډونیزیا جمهوریت او د افغانستان د فرهنګي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ، د کتاب نندارتونونو جوړولو، د مطالعې دودولو پروګرامونو د پلي کولو او د عامه کتابتونونو د ملاتړ په برخو کې اړیکې پراخه او په بامیان ولایت کې د مطالعې او کتاب‌لوستنې د دودولو لپاره ډېرې نورې زمینې برابرې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې( OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت، له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو پر رامنځته کېدا خبرې وشوې.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي همکاریو ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو د نویو لارو پر پرانیستلو ټینګار شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د ناچاودو توکو د مرګ او ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی – یوناما

یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماین‌پاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.

Published

on

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي.

یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماین‌پاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.

دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیان‌منونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ‌ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي.

دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نه‌وړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!