تازه خبرونه

افغانستان په ترکیه او سوریه کې له زلزله ځپلیو سره ۱۵ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د سې شنبې پر ورځ (د سلواغې ۱۸ ) په ترکیه کې له زلزله ځپلیو کورنیو سره ۱۰ میلیون افغانۍ او د سوریې زلزله ځپلیو کورنیو ته ۵ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه مرسته د انساني همدردۍ او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ شوې ده.

دغه راز ویل شوي؛ د اړتيا په صورت کې د ژغورنې او روغتيايي ډلې هم چمتو دي، چې د اړوند سیمو زلزله ځپلیو کورنيو ته پاملرنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت هم په ترکیه کې خپل دیپلوماتیک ماموریت ته لارښوونه کړې، چې د خپلې وسې له مخې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

په ترکيه کې میشتو افغانانو هم له زلزله ځپلیو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دوشنبې پر ورځ په ترکیه او سوریه کې د زورورې زلزلې له کبله په زرونو کسان مړه شول او ښارونه ویجاړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version