سوداگري

افغانستان په تېرو ۱۱ میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات لرلي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو یوولس میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون دالرو پر ارزښت صادراتي توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې تازه میوه، وچه ميوه، غالۍ، زعفران، سکاره، پیاز، رومیان او هګۍ د هېواد تر ټولو لوی صادرات دي.

اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړېو چې دا د هېواد د صادراتو په تاریخ کې یو بې ساری ګام دی.

د يادونې ده، چې د افغانستان صادراتي توکي تر ډېره ايران، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، عربي متحده اماراتو، عراق، سعودي عربستان، چين او قزاقستان ته صادرېږي.

Trending

Exit mobile version