لوبی

افغانستان په کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې ګروپي لوبې کوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال کرکټ نړیوال جام په ګروپ کې به له نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیوګیني سره ولوبیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د جمعې پر ورځ د دغو سیالیو ګروپي مهالوېش اعلان شو.

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام به د جون پر لومړۍ نېټه پیل شي او کوربه به یې ویسټ انډیز او امریکا وي.

په دې سیالیو کې به شل لوبډلې برخه اخلي.

لوبډلې پر پېنځه ګروپونو وېشل شوي او له هر ګروپ څخه دوه مخکې لوبډلې به اتم پړاو ته ځي.

افغانستان به په دې سیالیو کې لومړۍ لوبه د جون پر درېیمه له یوګانډا سره کوي.

افغانستان به بیا د جون پر اوومه له نیوزیلنډ، د جون پر دیارلسمه له پاپوا نیوګیني او د جون پر اووه لسمه له ویسټ انډیز سره لوبه وکړي.

د افغانستان د ګروپي پړاو ټولې لوبې د ویسټ انډیز پر کوربه‌توب ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version