سوداگري

افغانستان په ۱۴۰۱ لمریز کال کې نږدې دوه میلیارد دالره صادرات کړي

Published

on

Last Updated on: کب ۲۳, ۱۴۰۱

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په ډاګه کړې، چې افغانستان په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې د یو اشاریه ۹  میلیارد امریکايي دالرو پر ارزښت توکي بهرته  صادر کړي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ افغانستان په روان کال کې بهرنیو هېوادونو ته په صادر شویو توکو کې ۶۳ سلنه وچه او تازه میوه، سابه، مالوچ د ډبرو سکاره او ۳۷ سلنه نور توکي شامل دي.

په روان کال کې له افغانستان څخه هند، ترکمنستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین، ایران، پاکستان، عربي متحده امارت، قزاقستان او ترکیې ته ډېري برخه صادارت شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم څرګنده کړې، چې د تېرو کلونو پر پرتله په صادراتو کې د پام وړزیاتوالی راغلی او هڅه کوي، چې د هېواد صادارتې بهیر ته نوره هم پراختیا ورکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ریاست الوزا د اقتصادي مرستیالۍ خپره شوې خبرپاڼي  تائید کړې او څرګندوي، چې  د هېواد په  تاریخ  کې پر لومړي  ځل په لوړه کچه صادرات تر سره شوي او دا وزارت هڅه کوي، چې د هېواد صادارتي بهیر نور هم پراخ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده وایي: مونږ هڅه کوو، چې د هېواد د صادارتو بهیر ته  نوره هم پراختیا ورکړو او هغه ارقام، چې د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیالۍ خپاره شوي ټول د قیق دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم څرګندوي، چې د تېرو کالونو پر پرتله مو د هېواد په صادارتو کې څوبرابره زیاتوالی راغلي او مني، چې د روان کال له پیله تر دې دمه نږدې دوه میلیارد دالرو ته مو صادارتي حجم رسیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي ویلي: دا یو حقیقت دی، چې په روان کال کې مو دهېواد په کچه په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلي او داا، چي کوم ارقام د ریاست الوزرا لخوا نشر شوي دقیق او مونږ ورسره موافق یوو.

د پاکستان نیشن ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ مالي کال په لومړیو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه ۶۵۸ میلیون دالرو ته ۳۲ سلنه زیات شوي دي.

د دغه راپور له مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم ۲۴ سلنه زیات شوي او له ۵۴۴.۱۷ میلیون څخه ۶۷۵ میلیونو ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version