تازه خبرونه

افغانستان په ۱۴۰۲ کې یو لړ بشري ناورینونه مدیریت کړل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)

افغانستان په ۱۴۰۲ لمریز لیږدیز کال کې د یو لړ بشري ناورینونو شاهد و؛ له یوې‌خوا پاکستان د کډوالو جبري ایستل پیل کړل او له بلې‌خوا په هرات کې خونړۍ زلزلې رامنځته شوې.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ سږ کال یو اعشاریه ۵ میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. بل‌خوا د کال په وروستیو ورځو کې د طبیعي پېښو له کبله ۶۰ کسان مړه، ۳۴ نور ټپیان شول او ۱۷۷ زره څاروي له منځه تللي دي.
په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د هرات زلزلې له خونړیو طبیعي پیښو څخه وې. دغو زلزلو له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه کړل او شاوخوا دوه زره نور ټپیان شوي، چې ډېرې یې ښځې او ماشومان دي.
د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې سېلابونو زرګونه کورونه نړېدلي او اسلامي امارت پخپل ټول وس د قربانیانو د درملنې لپاره کارولی دی.
د مهاجرینو ډلې ډلې وشړل شوې او د دوی ټول شیان په پاکستان او ایران کې پاتې شول. په هر حال د دغو هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان یو اړخیزه پرېکړه د اسلامي امارت له غصې او ښه مدیریت سره مخ شوه.
له مهاجرینو سره د پاکستان کړنې له نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ مل شوې؛ هر مهاجر، چې له پاکستان څخه راستون شو د پاکستانيو پولیسو له ناوړه کړنو غږ یې پورته کړ.
ایران هم ۴۰۰ زرو ډېر افغان مهاجرین جبري وایستل؛ اسلامي امارت بریالی شو، چې دغه کړکیچ مدیریت کړي او مهاجرینو ته لاسرسی و مومي.
په ید کال کې نړیوالو ټولنو په افغانستان کې د بشري وضعیت له خرابېدو خبرداری ورکړ او څرګندوي، چې مرستې به کمې شي او په افغانستان کې به میلیونونه خلک له ننګونو سره مخ شي؛ خو اسلامي امارت دا یوه مبالغه ګڼلې ده.
په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د اقلیمي بدلون منفي اغېزې هم د پاملرنې وړ موضوعات ول. که څه هم د اقلیمي بدلون په اړه نړیوالې غونډې ته، چې په عربي متحده اماراتو کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان استازي نه ول بلل شوي. په داسې حال کې، چې افغانستان د اقلیمي اغېزو شپږم ډېر زیان منونکی هېواد ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version