Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان ډېر پوځ ته اړتیا نلري ـ مولوي متقي

خپور شوی

د

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي پرون د لړم ۲۱ په پاکستان کې د خپل سفر پرمهال څرګنده کړې، چې هېواد یې لږ  پوځ ته اړتیا لري او د تېر حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونه نه جذبوي.

مولوي متقي، چې د همکاریو د غزولو او سوداګریزو آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره  پاکستان  ته پر درې ورځني سفر تلی د اسلام آباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې یې یوې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ افغانستان لږ او کوچني؛ خو وفادار، ژمن او هېوادپال پوځ ته اړتیا لري.

هغه په دې اړه زیاته کړې: مونږ د بهرنیو پرلاسوهنه جوړ شوي ډېر پوځ او د هغو کمپونو ته هم اړتيا نلرو.

په اسلام آباد کې د ترویکا له درې اړخیزې ناستې وروسته نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا، چین او روسیې له ځانګړيو استازيو سره هم وکتل.

هغه ويلي، نړیواله ټولنه د بشري حقونو او حکومتدارۍ په څېر مسایل د سیاسي موخو لپاره کاروي.

د ا.ا د بهرنیو چارو چارسمبالي ويلي، افغانستان نور د نړۍ د ځبر ځواکه هېوادونو د سیالیو پر ډګر د بدلېدو زغم نلري.

هغه خبرداری ورکړ؛ نړیواله ټولنه اوس هم نپوهیږي، چې د فشار کارول بې اغېزې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ا.ا د نړیوالو فشارونو پر وړاندې ټینګ دریږي؛ خو له سوله ییزې لارې به معقولې غوښتنې په پام کې ونیسي.

متقي زیاته کړې، چې اوسنی حکومت ټولګډونه دی؛ ځکه، چې د بېلابېلو قومونو غړي په کې شتون لري.

هغه زیاته کړې: مونږ هیڅکله له ولسمشر بایډنه ندي غوښتني، چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې په خپله کابینه کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې؛ امریکا او قطر هوکړه کړې، چې قطر به په کابل کې د واشنګټن د ډیپلوماټیکو ګټو د ساتونکي په توګه هڅې کوي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!