تازه خبرونه
افغانستان ډېر پوځ ته اړتیا نلري ـ مولوي متقي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي پرون د لړم ۲۱ په پاکستان کې د خپل سفر پرمهال څرګنده کړې، چې هېواد یې لږ پوځ ته اړتیا لري او د تېر حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونه نه جذبوي.
مولوي متقي، چې د همکاریو د غزولو او سوداګریزو آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره پاکستان ته پر درې ورځني سفر تلی د اسلام آباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې یې یوې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ افغانستان لږ او کوچني؛ خو وفادار، ژمن او هېوادپال پوځ ته اړتیا لري.
هغه په دې اړه زیاته کړې: مونږ د بهرنیو پرلاسوهنه جوړ شوي ډېر پوځ او د هغو کمپونو ته هم اړتيا نلرو.
په اسلام آباد کې د ترویکا له درې اړخیزې ناستې وروسته نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا، چین او روسیې له ځانګړيو استازيو سره هم وکتل.
هغه ويلي، نړیواله ټولنه د بشري حقونو او حکومتدارۍ په څېر مسایل د سیاسي موخو لپاره کاروي.
د ا.ا د بهرنیو چارو چارسمبالي ويلي، افغانستان نور د نړۍ د ځبر ځواکه هېوادونو د سیالیو پر ډګر د بدلېدو زغم نلري.
هغه خبرداری ورکړ؛ نړیواله ټولنه اوس هم نپوهیږي، چې د فشار کارول بې اغېزې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ا.ا د نړیوالو فشارونو پر وړاندې ټینګ دریږي؛ خو له سوله ییزې لارې به معقولې غوښتنې په پام کې ونیسي.
متقي زیاته کړې، چې اوسنی حکومت ټولګډونه دی؛ ځکه، چې د بېلابېلو قومونو غړي په کې شتون لري.
هغه زیاته کړې: مونږ هیڅکله له ولسمشر بایډنه ندي غوښتني، چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې په خپله کابینه کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې؛ امریکا او قطر هوکړه کړې، چې قطر به په کابل کې د واشنګټن د ډیپلوماټیکو ګټو د ساتونکي په توګه هڅې کوي.