بی بی سی پښتو

افغانستان کې تر اوسه ۵۴ زره مېرمنو بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې

Published

on

AFP

د افغانستان د اقتصاد وزارت تازه ویلي دي چې په دغه هېواد کې ۵۴زره مېرمنو په کوچنیو او لویو کاروبارونو پانګونه کړې ده.

دغه وزارت زیاته کړې چې په ټولنیزو او امنیتي ستونزو سربېره، پانګونې ته نه لاسرسی او کورنیو تولیداتو ته د مناسب بازار نشتوالی د مېرمنو د کاروبار پر وړاندې لویې ستونزې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند صبور نریمان بي بي سي ته وویل:

“په افغانستان کې ۵۴ زره مېرمنې په کوچینو کاروبارونو او او اقتصادي فعالیتونو بوختې دي چې له رسمي جواز پرته کارونه مخته وړي. او ۲۷۴۱ مېرمنو تر اوسه د فعالیت جواز اخیستی دی چې دا شمېر په ټول افغانستان کې فعالیت کوي. د دغو مېرمنو د فعالیت برخې د جامو جوړول او خرڅول، د خوراکي توکو پروسس او د کرنیزو محصولاتو برابرول او خرڅول دي”.

رومینا عثماني په افغانستان کې د سلګونه پانګوالو مېرمنو له ډلې یوه ده چې په دغه هېواد کې د پانګونې راتلونکې په تړاو اندېښنه لري.

“د مېرمنو په منځ کې ځینې اندېښنې هم شته چې دا اندېښنه زه خپله هم لرم چې په راتلونکې کې هم که حکومت بدلون کوي یا که طالبان په حکومت کې ونډه ولري، ایا مېرمنو ته هم ونډه ورکول کېږي که نه چې مېرمنې بیا هم اقتصادي او له کوره بېرون فعالیتونه ولري”.

صدیقه مشتاق په افغانستان کې یوه بله سوداګره مېرمن ده. هغه له ۱۱ کلونو راپدې خوا په روغتیايي او ښوونیزو برخو کې پانګونه کوي.

AFP

وايي د یوې پانګوالې مېرمنې په توګه په وار وار له ننګونو سره مخ شوې ده.

“د ښځو پر وړاندې ګواښونه ډېر زیات وو او دي. د بېلګې په توګه که زه درته ووایم چې زه بدبختانه په هغو معاملاتو کې لکه قراردادونه یا د کور کرایه کول یا نورې تخنیکي او کاري هوکړې چې وي، کله چې لومړی له یوه سړي سره مخ کېږي نو معامله نه کوي او نه غواړي چې په مېز راسره کښېني. ځکه دا ورته د نه منلو وړ وي چې یوه مېرمن هم کاروبار او هوکړې کولای شي”.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا خبر ورکړی چې د مېرمنو د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅه کوي چې په دولتي ادارو کې د مېرمنو له کورنیو تولیداتو ګټه واخیستل شي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمد بي بي سي ته وویل، مېرمنو ته یې د سوداګریزو اسانتیاوو لپاره د جواز اخیستو بهیر ساده کړی دی:

“صنعت او سوداګرۍ وزارت په افغانستان کې مېرمنو ته د پانګونې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره له څو میاشتو راپدې خوا په صنعتي پارکونو کې هغوی ته ځانګړې ځمکې په پام کې نیسي، په کورنیو او نړیوالو نندارتونونو کې پراخه ونډه ورکوي او د جواز او بازار موندنې په برخه کې هم مرسته ورسره کوي. دغه راز په دولتي ادارو کې د مېرمنو له تولیدي محصولاتو د ګټې اخیستنې هڅه هم کوي چې د مېرمنو سوداګریز فعالیتونه ورسره زیات شي”.

AFP

ها خوا د افغانستان د مالیې وزارت ویلي دي چې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې د ۱۴۰۰م مالي کال په بودیجه کې پام کړی دی.

د دغه وزارت چارواکو ویلي تازه خبر ورکړی دی چې له اختیاري او بهرنۍ بودیجې یې شاوخوا ۳۶ میلیونه ډالر د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ځانګړي کړي دي.

Trending

Exit mobile version